د کرنې پوهنځي محصلينو د کابل او باميان ولايتونو ته علمي سفر پيل کړ

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۴۵
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت محصلینو د ۴ تنو استادانو په لارښوونه د کابل او باميان ولايتونو ته په يو علمي سفر ولاړل.

په دې علمي سفر کې به محصلين د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي، د کابل ژوبڼ، بادام باغ، قرغې بند، باميانو ته پر لار د پروان ولايت له گل غونډۍ، شېبر او اجر درو له نباتي پوښښ او وحشي ژیو، بند آمير، د باميان پوهنتون له کرنې پوهنځي او له نورو بېلابېلو ساتل شويو سېمو، څېړنيزو مرکزونو او طبيعي سرچينو څخه لیدنې ولري او د خپلو کوربنو په مرسته او د ياد پوهنځي د استادانو په لارښوونه به عملي او چاپېريالي مشاهدې وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۲:۲۸
Background image

پوهنتون رييس د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د پنځه‌گونو پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د ليدنې پر مهال يې د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۲۱
Background image

پوهنتون کې د ځنگلونو، اوبو او هوا د پېژندنې او ارزښت په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري او د کرنې پوهنځي په همکارۍ د ځنگلونو، اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

پوهنتون کې د نیالگیو کښېنولو کمپاین پیل شو

یاد کمپاین چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت تر چتر لاندې د چاپېریال ساتنې عمومي کمېټې او خدماتو آمريت په گډو هڅو د نږدې(۶۰۰) نيالگيو په کښېنولو سره پیل شو،. . .

BACK TO NEWS