د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د کارموندنې مؤثرې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۲۳
SJAU

دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په همکارۍ جوړ شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو د ديپارتمنت آمر پوهنيار شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخه‌والو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په زياتونه کې پوره گټه واخلي.  ورپسې د ياد ديپارتمنت استاد پوهنيار سيد رحمت الله سادات د دندې غوښتليک چمتو کولو، د دندې لټون وېب‌پاڼو او د مرکې مهارتونو په تړاو چمتو کړي معلومات وار په وار تشرېح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ مرستيال والي او علماوو شورا د رييس په گډون د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا فوق العاده ناسته وشوه

ياده فوق العاده ناسته چې پوهنتون د مسلکي پراختيا آمريت اړوند د غونډو په تالار کې وشوه، د کونړ مرستيال والي الحاج مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د سيد جمال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د څلورمو ټولگيو محصلينو ته په ساينسي علومو کې د څېړنې او مونوگراف ليکنې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

دغه روزنیز سېمینار چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند د څېړنو کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د څلورمو ټولگيو لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ښوونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د پروان پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«د افغانستان په وده او پراختیا کې د معیاري تحصیلي نصاب ونډه» تر سرليک لاندې په پروان پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري. . .

BACK TO NEWS