د پنځه‌گونو پوهنځیو محصلینو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې په تړاو د پوهاوي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۴۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په چوکاټ کې د رواني مشاورې کمېټې له لوري د بېلابیلو پوهنځيو محصلینو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې په تړاو د يوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو، چې سل‌گونو محصلينو په کې برخه لرله.

 ياد سېمینار چې د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد  پوهنيار حميدالله حميد له لوري وړاندې شو، محصلينو ته په کې د ازموینې اضطراب پېژندنې، نښو نښانو، عواملو او د مخنیوي لارو چارو په هکله هر اړخيز معلومات وړاندې شول او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم محصلينو ته په خپلو خبرو کې د رواني، ورزشي او کلتوري چوپړتیاوو برابرولو په برخه کې د امکاناتو چمتو کولو ډاډ ورکړ او د هغوی رواني روغتیا ساتلو په موخه یې د لا نورو پروگرامونو د دايرولو یادونه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۲
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون ته نوی رئيس معرفي شو

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د ځانگړي حکم پر اساس الحاج مولوي عبدالواسع منصور چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د نوي رئیس په توگه ټاکل شوی ؤ چې نن ورځ د يوې پرتمنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

پوهنتون کې د روان خزاني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د ياد پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۴ هـ . ش کال د ليندۍ مياشتې له لومړۍ نېټې سره برابره ده، په سيد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۰
Background image

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستیال له عمومي کتابتون څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي؛ د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمد سليم کريمزي په ملتيا د ياد پوهنتون له عمومي کتابتون څخه. . .

BACK TO NEWS