د پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د تنوير خصوصي پوهنتون له مسؤلينو سره ناسته وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د تحصيلي نظام په پياوړتيا کې د خصوصي پوهنتونونو پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د لوړو زده کړو وزارت د لارښودونو او کړنلارو پر تطبق ټینگار وکړ. نوموړي د ياد خصوصي پوهنتون له مسؤلينو سره د ظرفيت لوړنې په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او همداراز يې هغوی ته د معياري او لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنه وکړه. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوت او ارشاد مسؤل ته لارښوونه وکړه چې خپلو دعوتي چارو، د کتابونو او نصاب کتنې ته پوره پاملرنه وکړي، چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.
په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون مؤسس استاد ذاهدالله ذاهد په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو ترمنځ همغږي او همکاري د علمي پرمختگ لپاره مهمه وبلله او په خپله برخه کې يې د لوړو زده کړو وزارت د لارښودونو او کړنلارو د بشپړ تطبيق ژمنه وکړه. ياده ناسته د خير په دُعاء سره پای ته ورسېده.
