د پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د تنوير خصوصي پوهنتون له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Sun, Dec 14 2025 1:29 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د تحصيلي نظام په پياوړتيا کې د خصوصي پوهنتونونو پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د لوړو زده کړو وزارت د لارښودونو او کړنلارو پر تطبق ټینگار وکړ. نوموړي د ياد خصوصي پوهنتون له مسؤلينو سره د ظرفيت لوړنې په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او همداراز يې هغوی ته د معياري او لا ښو خدمتونو د وړاندې  کولو سپارښتنه وکړه. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوت او ارشاد مسؤل ته لارښوونه وکړه چې خپلو دعوتي چارو، د کتابونو او نصاب کتنې ته پوره پاملرنه وکړي، چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.

په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون مؤسس استاد ذاهدالله ذاهد په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو ترمنځ همغږي او همکاري د علمي پرمختگ لپاره مهمه وبلله او په خپله برخه کې يې د لوړو زده کړو وزارت د لارښودونو او کړنلارو د بشپړ تطبيق ژمنه وکړه. ياده ناسته د خير په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Jan 15 2026 9:35 AM
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

Thu, Jan 15 2026 9:27 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

BACK TO NEWS