پوهنځی زراعت

     د لوړو زده کړو وزارت                                                                               

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون                                                                         

د کرنې پوهنځی                                                                                  

دکرنې پوهنځي ليد لوری (Vision)

د کرنې په برخه کې دلسانس ترکچې دمسلکي کادرونو د روزنې، تحقیق اوترویج له لارې دکرنیز سکتورپه پرمختګ کې ونډه اخیستل ترڅو له امله یې د وګړو دژوندانه په ټولو چارو کې ښه والی رامنځته شي.

د کرنې پوهنځي ماموريت (Mission)

د کرنې، مالدارۍ، ځنګلونو اوطبیعي سرچینو په چارو کې د علمي کادرونو روزنه، د څېړنو، ليکنواوتدریس له لارېد عصري اومناسب تکنالوژي رامنځته کول او ټولنې ته معرفي او خپرول، داړونده کرنیزو اوطبیعی سرچینو څخه دمعقولې اودوامداره ګټه اخیستنې اودچاپیریال دسالمې ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی، دکرنیزو، حيواني اوځنګلي حاصلاتو اومحصولاتو دکمیت اوکیفیت ښه والی، او له دې لارې کرنیزصنعت اوتجارت پیاوړی کول اودکرنيز سکتور هر د اړخيزې پرمختيا له کبله د وګړو په ټولنيز او اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راوستل دي.

 

د کرنې پوهنځي لید لوری  او ماموریت د پوهنځي علمي شورا په (۶ ) پروتوکول او  ۱۴ / ۸ / ۱۳۹۸ نېټه غونډه کې تائيد اوثبت ده.

د کرنې پوهنځي ليد لوری او ماموريت د پوهنتون علمي شورا په (۹) پروتوکول او ۲۰ / ۱۱ / ۱۳۹۸ نېټه غونډه کې تائيد اوثبت ده.

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د لوړو زده کړو وزارت

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون رياست

کرنې پوهنځی

 

              کــرنې پوهنـځي

 

ستراتيژيک پراختيــــايي پلان

 

 

 

۱۳۹۸- ۱۴۰۲

 

دسيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د (۱۳۹۸۱۴۰۲) ستراتيژيک پراختيايي پلان

 

ترتيبوونکي:

د پوهنځي د ستراتيژيک پراختیايي پلان کمیټې غړي

 

 

تائيدونکي:

د کرنې پوهنځي علمي شورا                   (        )

 

 

                                

د پوهنتون علمي شورا                          (         )

 

 

د مطالبو فهرست

مخ                                                                                                       عنوان

۱.                                                                                                          پېژندنه. 1

۴.                                                                                                        ارزښتونه. 3

۵.                                                                                                      حکومتولي.. 3

۵.۱.                                                                                   د رهبرۍ پروګرامونه. 4

۵.۲.                                                                     مالي، اداري او اکاډميکه خپلواکي.. 4

۵.۳.                                                                               د فساد پر وړاندې مبارزه 5

۵.۴.                                                                                        اداري بيروکراسي.. 5

۵.۵.                                                                                 د عملياتي پلان تاييدول. 6

۵.۶.                                                              د څارنې او ارزونې پروسې پياوړي کول. 6

۵.۷.                                                                                        د تواميتونو پراختيا 7

۵.۸.                                                                                            د مرستو جلبول. 7

۵.۹.                                                                                              د جنډر مسايل.. 7

۶.                                                                                 علمي او اکاډميک پروګرامونه. 8

۶.۱.                                                     په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زياتول. 9

۶.۲.                                                                               د کادر غړو ظرفيت لوړول. 10

۶.۳.                                                                             علمي څيړنه او پلان جوړونه. 10

۶.۴.                                                                                        د کريکولم پراختيا 11

۶.۶.                                                                        تضمين کيفيت او اعتبار ورکونه. 12

۶.۷.                                                                               د ښوونيزو موادو چمتو والی.. 12

۶.۸.                                                                          د برېښنايي زده کړو پروګرامونه. 13

۶.۹.                                                                           معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی.. 13

۷.                                                                                        لوړو زده کړو ته لاسرسی.. 14

۷.۱.                                                                         لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی.. 14

۷.۲.                                                           لوړو زده کړو ته د ښځينه وو پراخه لاسرسی.. 14

۷.۳.                                                                  د کريډيټ سيستم پياوړتيا او پلي کول. 15

۷.۴.                                                         د محصلينو لپاره د خدماتو او اسانتياوو پياوړتيا 15

۸.                                                                                                            زېربناوې.. 16

۹.                                                                                                    SWOT تحليل.. 16

۱.۹.                                                                             د پوهنځي لپاره دسواټ تحليل.. 18

۹.۲.                                               دداخلي عواملو دتحليل څخه ترلاسه شوې نمرو جدول. 21

۱۰. د                                                                             کرنې پوهنځي موخې او اهداف... 24

۱۲.                                                                                                             خطرات... 29

۱۳.                                                                                                 د چاپېريال اغېزې.. 29

۱۴.                                                                                                                پايله. 30

 

 

۱. پېژندنه

دکرنې پوهنځی د سيد جمال الدين افغانيپوهنتون په کچه د لومړنیو دریو پوهنځيو له جملې څخه دی چې د پوهنتون د تاسیس سره یو ځای په ۱۳۸۹ ه ش کال کې جوړ شوی دی چې تر اوسه یې زیات شمیر کادرونه ټولنې ته په دولتي او غیر دولتي سکتور کې د خدمت په موخه وړاندې کړي. په یاد پوهنځي کې د باتجربه استادانو موجودیت د پوهنځي په سطحه په لوړه کچه د محصلینو توجه ځان ته را ګرځولې ده او فارغ شوي محصلین یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د زیات جذب وړتیاوې لري. نوموړی پوهنځی هوډ لريچې د استادانو او محصلینو د علمي، اکادمیکو، تدریسي پروسې، دوه اړخیزه همکاریو او نورو برخو دمعیاري کیدو په ډګر کې هر اړخیز کوششونه سرته ورسوي. له نیکه مرغه د پوهنځيد مشرتابه په مرسته د زیاتو پرمختګونو د رامنځ ته کیدو سره په پوهنځي کې زیات مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي د بیلګې په توګه د استادانو دعلمي سویو لوړوالی، د زیاتو محصلینو د جذب وړتيا، د نوي معیاري کریکولم شته والی اونور د یادونې وړدي. اوهمدارنګه دپوهنتون دمشرتابه په هلو ځلو دنوې تدریسي اواداري تعمیرجوړ اوګټې اخستنې ته چمتوشو.

دیاد پوهنځي دتاسیس څخه ورسته په پرله پسی توګه په مختلفو څانګو کې محصلان جذب کړي دي، چېتر اوس مهاله اوهدورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کړي دي. دکرنې پوهنځی د موجوده امکاناتو په نظر کی نیولوسره په دې توانیدلی چې ټول هغه محصلین چی دلوړوزدکړو دوزارت له لورې کرنې پوهنځي تهورپیژندل کیږي په منظمه توګه جذب او لازمي تحصلي اسانتیاوي ورته برابري کړيدي. سربیره پر دي د انستیتيوت (۱۴ پاس) څخه فارغ سوي محصلان هم دوهم ټولګۍ ته د کانکور د ازمویني لخوا جذبیږي.

پاتې دې نه وي چې دکرنې پوهنځی اوس مهال ټول څلورديپارتمنتونه(ځنګلپوهنې اوطبيعي منابعو، اګرانومي، حیواني علومو اوکرنیزاقتصاد اوتوسعی)لري چې نژدې ۶۰۰ محصلین پکې په زده کړو بوخت دی اوتدریس چارې دشل تنه (۲۰) استادانولخوا پرمخ وړل کیږی. ددې ترڅنګ دادارې چارودسمبالښت لپاره دوه مدیران اودوه خدماتی کارکوونکي په دندوبوخت دي.

دکرنې پوهنځي داستادانو تشکيلاتی جوړښت

ګڼه

څانګه

لسانس

ماستر

دکتور

دماستري په جريان

دکتورا په جريان کې

مجموعه

۱

ځنګلپوهنې اوطبیعي منابعو ديپارتمنت

۲

۲

 

 

۱

۵

۲

حیواني علومو ديپارتمنت

۱

۲

 

۲

۱

۶

۳

اګرانومي ديپارتمنت

۱

۴

 

 

۱

۶

۴

کرنیزاقتصاد اوتوسعيې ديپارتمنت

۱

۱

 

۱

 

۳

۵

مجموعه

۵

۹

 

۳

۳

۲۰

 

څرنګه چې د نړۍ او هیواد په کچه د هرې اادارې او بنسټ د چارو د ښه سمون او پرمختګ لپاره مخکې له مخکې معیاري جوړ شوي پلانونه حیاتي ارزښت لري. همدارنګه ښې پلان شوې او اغیزمنې سرچینې د وړاندې څخه په نښه شوو موخو په اغیزمن ډول د ترلاسه کولو لپاه پریکنده رول لري. پوهنځی دخپلو ستراتيژيکو مقاصدو او هدفونو دترلاسه کولو لپاره په پام کې لري چې ستراتيژيک پلان ولري.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې کرنې پوهنځي خپل لیدلوري او اهدافو ته په کتو د خپل ماموریت په مؤثره توګه ترسره کيدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي ادارې له خوا د ستراتيژيک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه ټاکل شوېچې غړي يې د ټولو اړوندو څانګوڅخه تعین شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځيعلمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. دغه رازددې ستراتيژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځي تېر ستراتيژيک پراختیايي پلان او د ښکیلو خواوو (دپوهنتون ریاست، محصلینو، استادانو، مربوطه سیمه ييزې ادارو، دهقانانو، تجارانو، دکرنې به برخه کې کاروکوونکې دولتي اوغیر دولتي ادارو)رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېر ستراتيژيک پلان کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د کرنې پوهنځي اداره يې بشپړپلي کېدو ته ژمنه ده.

 

ستراتيژيک پلان جوړولو ته اړتيا

په اوسنۍ نړۍ کې د انساني ټولنې په ځانګړي ډول سره علمي مؤسساتو د مختلفو برخو د توسعې او انکشاف لپاره تجربو ښودلې ده چې پلانګذاري او د کاري پلان جوړل کولای شيچې ډیر مهم رول ولوبوي. هغه اهداف چې د یو کاري پلان په وسیله سره تعقبیږي کولاي شيچې ارزښتناکه او دوام داره پایلې ولري. د اهدافو، اړتیاو، وړتیاو دقیق او په وخت ټاکل او د زماني او مکاني شرایطو او مصاحتونو په پام کې نیول، د ټولنې په هري برخه کې د یو کامیاب پلان د عملي کولو اساسي شرایط دي. نو په همدې اساس د یو منظم او مؤثرکاري پلان او کاري برنامې درلودل له مهمو او اړینو ضروریتونو څخه ګڼل کیږي. ددې لپاره چې دکرنې پوهنځی د پوهنتون، سیمې او هیواد په کچه یوه مؤثره تحصیلي اداره وي خپل ستراتيژیک پلان د ټولو ضعف، قوت، ګواښونو او فرصتونو په پام کې نیولو سره ترتیب کړی دی. ترڅو په یو معین زماني چوکات کې د شته امکاناتو څخه په ګټېاخيستې سره خپل له وړاندې ټاکل شوي ځانکړي شوي اهداف لاسته راوړي.

 

دستراتيژيک پلان دجوړولو طريقه

 دکرنې پوهنځي په عمومي ډول سره د لوړو زده کړو وزارت اوپه ځانګړي ډول سره د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ستراتيژیک پلان په پام کی نیولو سره خپل ستراتيژیک پلان ترتیبولو لپاره په پوهنځي کې یوه کاري کمیټه جوړه کړه ترڅو په دې برخه کې په کار پيل وکړي، کمیټه مکلفه شوه ترڅو د ستراتيژيک پلان له ترتیب څخه وړاندې د لوړو زده کړو وزارت او د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ستراتيژيک پلان په غور سره مطالعه کړي او همدارنګه دخپلو ذي دخله شریکانو غوره نظریات راټول کړي، په همدي اساس د کرنې پوهنځي ستراتيژيک پلان د ټولو امکاناتو، وړتیاو، ګواښونو په پام کې نیولو سره ترتیب شو او له جوړلووروسته دپوهنځي په علمي شورا کې مطرح اوله هراړخیزبحث وروسته تایید اودپوهنتون علمي شورا ته دتایید لپاره ولیږل شو.

۲. دکرنې پوهنځي ليد لوری (Vision)

د کرنې په برخه کې دلسانس ترکچې دمسلکې کادرونو د روزنې، تحقیق اوترویج له لارې دکرنیز سکتورپه پرمختګ کې ونډه اخیستل ترڅو له امله یې د وګړو دژوندانه په ټولو چارو کې ښه والی رامنځته شي.

۳. د کرنې پوهنځي ماموريت (Mission)

د کرنې، مالدارۍ، ځنګلونو اوطبیعي سرچینو په چارو کې د علمي کادرونو روزنه، د څېړنو، ليکنواوتدریس له لارېد عصري اومناسب تکنالوژي رامنځته کول او ټولنې ته معرفي او خپرول، داړونده کرنیزو اوطبیعی سرچینو څخه دمعقولې اودوامداره ګټه اخیستنې اودچاپیریال دسالمې ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی، دکرنیزو، حيواني اوځنګلي حاصلاتو اومحصولاتو دکمیت اوکیفیت ښه والی، او له دې لارې کرنیزصنعت اوتجارت پیاوړی کول اودکرنيز سکتور هر د اړخيزې پرمختيا له کبله د وګړو په ټولنيز او اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راوستل دي.

۴. ارزښتونه

د پوهې ایجاد، مسلکیتوب، داکاډمیک چاپیریال رامنځته کول، دحقایقو پلټنه، فکري ازادي اوهمغږي، اوږدمهاله زدهکړه، دښو نظریاتو انتقال، ټولنې ته د لوړ او وړ کيفيت لرونکو، ملی اونړیوالو ارزښتونوته ژمن، دصادقو، په وطن مینوبشري ظرفيتونو وړاندې اومعرفيکول، د تدريس، څېړنې اوعملي کار په بهير کې د لوړو زده کړو مؤسسو د قوانينو مقررو او لوايحو تطبيقول.

۵. حکومتولي

د کرنې پوهنځي اداري جوړښت د رهبرۍ په سرکې د پوهنځي ریساود څانګو امرين قرار لري. همدارنګه، پوهنځی د چارو د لا ښه تطبيق لپاره مختلفې کمېټې لکه (د تضمين کيفيت، څیړنې، نصاب، فرهنګي، چاپېریال ساتنې، ستراتيژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین، ازموینو، د برېښنایي زده کړو، نشراتو، سپورت، دنتایجو دکتنې اوصحت)لريچې دځانکړو کاري لایحو له مخې خپلې تدريسي، اداري، علمي او تخينکي چارې پر مخ وړي، چې اړونده چارې يې د پوهنځي د رئيس اود څانګو د امرينو او هم د پوهنتون د مشرتابه له خوا څارل کيږي څو یقیني شيچې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي او د ترسره شويو فعاليتونو په هکله اړونده ادارو ته په دوامداره توګه راپور ورکول کېږي.

 

۵.۱. د رهبرۍ پروګرامونه

دکرنې پوهنځی دچارو دترسره کولو لپاره د پوهنځي رئیس، د څانګو امرين او نور اړونده اداري مسؤلین لري. د پوهنځي مشرتابه دچارودښه سرته رسولو لپاره تل د پرسونلودظرفیت لوړونې په موخه ښوونيز پروګرامونونه برابروي. د دې ترڅنګ، د سکتوري دولتي او غېر دولتي ادارو، نړيوالو علمي او تخنيکي سازمانونو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ استادانو او زده کړيالانو لپاره بېلابېل روزنیز ښوونيز کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د استادانو او زده کړيالانووړتیاوې لوړې کړي او د اړونده موخو د لاسته راوړولو له پاره استادان او زده کړيالان هڅول شوي.

 

۵.۲. مالي، اداري او اکاډميکه خپلواکي

که دسید جمال الدین افغاني پوهنتون ته مالي خپلواکي ورکړلشي نود کرنې پوهنځي اداره هيلهلري، چې دپوهنتون دمالي، اداري اواکادمیکې خپلواکۍڅخه په ګټې اخیستنېد دولتي، غیر دولتي او خصوصي سکتور سره ګډې پروژې ولري او د نوموړو پروژو پايلېد پوهنځي، پوهنتون او ټولنې د ښېګڼې لپاره په کار يوسي، په اړونده برخه کې له يو شمیر ادارو سره رسمي اړيکي ټينګي شي.

پوهنځی به دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسرهاو خپل عوايد زيات کړي:

  1. د فوق لسانس پروګرامونو پېل او پراختيا.
  2. دشپې پروګرامونوپيل او پراختیا.
  3. د اړوند ملي او نړیوالو شريکانو (Stakeholders) سره ګډېڅېړنې.
  4. د تجربوي فارم، لابراتوارونو تجهيزول او پراختيا.
  5. سوداګریز او څيړنيز نندارتونونه جوړول.
  6. لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونو دايرول.
  7. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول.

 

پوهنځی به د اکاډميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

 

  1. د فوق لسانس پروګرامونو پیلول او پراختيا.
  2. د وخت، سیمې او ښکيلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په ښوونیز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول.
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول.
  4. له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل.
  5. د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول.
  6. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل.
  7. د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول.
  8. د پوهنځي د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول
  9. د څېړنيزو پروژو ترسره کول او پاېلې ېې له ټولنې سره شریکول.

 

پوهنځی به د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

 

  1. د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی.
  2. د دفتري چارو او اداري سیستم نوي کول.
  3. د معلوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول.
  4. د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول.

۵.۳. د فساد پر وړاندې مبارزه

 

دا چې فساد یوه شومه پدیده ده او د پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي، کرنې پوهنځي اداره په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کړی:

  1. د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولنيز د پوهاوي پروګرامونو پلي کول.
  2. د پوهنځي په چوکاټ کې د نافذه قوانينو، مقررو، لوایحو او طرزالعملونو پلي کول او څارنه.
  3. په پوهنځي کې د فساد اړوند مواردو معلومول او ورته حل لارې پیداکول.
  4. د پوهنځي له ټولوڅانګو، فارم او ادارې څخه څارنه.
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول.
  6. د معلوماتي تکنالوژۍد وسايلو څخه د ګټې اخيستنې زمينه برابرول.
  7. د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول.

۵.۴. اداري بيروکراسي

 

په نړیواله کچه په ادارو کې بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي، چې اداري یو لړ مهم اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په دوامداره توګه وساتي. بیا په ځینو مواردو کې منفي بیروکراسي چارې له خنډ او ځند سره مخ کوي لکه: د وخت ضايع، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې اساس، پوهنځی تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او مؤثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د اداري چاروپر مخ وړل.
  2. د پوهنتون د ادارې او اړونده پوهنځيو سره د معلوماتي تکنالوژي پر مټ د اړيکو تامينول.
  3. په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لنډول او له منځه وړل.
  4. د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو په ځانګړي توګه د ديتابيس پروګرام رامنځته کول.
  5. د قوانينو، مقررو، لوايحو او طرزالعملونو له مخې ګمارنې او د ندو سپارل.

۵.۵. د عملياتي پلان تاييدول

 

د ستراتيژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونه او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساسي اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، کرنې پوهنځي اداره د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول.
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول.
  3. د عملیاتي پلانونو د پلي کيدو او تطبیق څارنه.
  4. د پوهنځي د مربوطه څانګو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول.
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندوکړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول.
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول.
  7. د عملياتي پلان د تطبيق لپاره د اسانتياوو برابرول.

۵.۶. د څارنې او ارزونې پروسې پياوړي کول

 

څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت څلورم اصل دیچې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږيچې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمېپر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیترامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرلکيږي او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنځی به له پلان سره سم د خپلو چاروترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د څانګو، فارم او تدريسي مديريتاو کتابتونله چارو څخه لیدنه او له تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول.
  2. د اداري کړنو په هکله لهپوره دقت څخه کار اخستل.
  3. د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول.
  4. د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کميټو رامنځته کول.
  5. په اړونده برخه کې مقاماتو ته راپور ورکول.

۵.۷.د تواميتونو پراختيا

 

علمي تواميتونه د تجربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او مرستو په جلب کې د پوهنتونونو سره ډېره مرسته کولی شي. دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون او کرنې پوهنځید اوږدې مودې را پدیخواله بېلابېلو ملي او نړېوالو پوهنتونونو او ادارو سره تواميتونه امضاکړی دي چې دې پوهنځي ته ډېر ګټور تمام شويدي. چې د پوهنځي د چارو په سمون او پرمختګ کې د پام وړ همغږي ترسره کوي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د شتو تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د بهرنیو اړیکو او مرستو د جلب لپاره د پوهنتون شموله کمېټېسره د اړيکو تامينول.
  2. د یادې کمېټې لپاره د خپل غوره او تجربه لرونکي غړي ورپېژندل.
  3. یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول.
  4. د یادې کمېټې چارو او لارښوونو ته د تطبيق زمينه برابرول او پراختیا ورکول.
  5. د یادې کمېټې پر هڅو د امکان تر بريده د نړیوالو او سیمهییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې د مرستو جلبول.

۵.۸. د مرستو جلبول

 

په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نوټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د کرنې پوهنځي اداره هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:

  1. د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول.
  2. له مربوطه ملي او بین المللي ادارو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول.
  3. په اړونده برخه کې د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول.
  4. د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنتون او پوهنځي په هر اړخیز پرمختګ کې مؤثره ګټه پورته کول.
  5. په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په عملي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول.
  6. د پوهنځي د فزیکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول.

۵.۹.د جنډر مسايل

 

د ټولنیز ژوند د پرمختګ او د ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. د افغانستان دپرمختګ لپارهلازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر حده په فعاله توګه ونډه واخلي، ترڅودهیواد دشته ستونزوپه برخه کې دبشري قوې نیمګړتیاوېډکې او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنځی د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لريچې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې دښځینه ومحصلینوشمیرته ځانګړې پاملرنه.
  2. دښځینه محصلینو دتشویق لپاره عامه پوهاوی.
  3. د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا.
  4. ښځینه محصیلینو ته د تفریح ځایونو رغول او د بېلابېلو سهولتونو برابرول.
  5. په انترنشيپ پروګرامونو کې دښځینه محصلینو معرفي ته خاصه پاملرنه.
  6. دکارموندنی په برخه کې ښځینه محصلینې ګمارونکو اداروته معرفي کول.

 

۵.۱۰. د پوهنځي لپاره د بوديجې زياتوالی

 

پوهنځی هوډ لري په علمي، اداري او فزیکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنځي په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره خپله بودیجه مشخص او په کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې پوهنځی دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. دشپي برناموپېل او پراختیا.
  2. د اړونده ملي او نړیوالو شريکانو (Stakeholders) سره ګډېڅېړنې.
  3. لابراتوارونو جوړول.
  4. څېړنیزفارم جوړول اوپیاوړتیا.
  5. کرنیز نندارتونوجوړول.
  6. لنډې مودې لپاره مسلکي روزنیز کورسونه، سیمینارونو اوورکشاپونوپه لاراچول.
  7. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول.

 

۶. علمي او اکاډميک پروګرامونه

 

د پوهنتونونو، پوهنځيو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساسسیدجمال الدین افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي اداره په پام کې لري چې د یو باکیفیته او پرمختللي پوهنځي په توګه بېلابېل ساینسي، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت دي له:

 

  1. نويو څانګوايجاد:
  • د نباتاتو دساتنېڅانګه کرنې پوهنځي کې(۱۳۹۹)
  • هارتیکلچرڅانګه کرنې پوهنځي کې(۱۳۹۹)
  • د خاورې او اوبو تنظيم څانګه په کرنې پوهنځي کې              (۱۴۰۰)
  • دچاپیریال ساتنې څانګه په کرنې پوهنځي کې(۱۴۰۰)
  • دحيواني محصولاتو ټکنالوژۍ څانګه په کرنې پوهنځي کې(۱۴۰۱)
  • اګري بزنس څانګه په کرنې پوهنځي کې(۱۴۰۲)

 

  1. د نويو شپې پروګرامونو ايجاد:
  • حيواني علومو څانګه                                           (۱۴۰۰)
  • ځنګلپوهنې اوطبیعي منابعوڅانګه(۱۴۰۰)
  • اګرانوميڅانګه(۱۴۰۱)
  • کرنیزاقتصاد اوتوسعې څانګه(۱۴۰۲)

 

  1. د بورسیو لاسته راوړل.
  2. د څېړنې معیاري کول.
  3. د ښوونیزو ورکشاپونو او ټریننګونو دایرول.
  4. د معلوماتي ټکنالوژۍ سرچینې تشخیص او کارول.
  5. ويب پاڼې جوړول.
  6. د نویو علمي او څېړنیزو مجلو تأسیسول.
  7. د کتابتون جوړول اومعیاري کتابونوترلاسه کول.
  8. د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو څخه د استادانو ( Visiting Professors ) رابلل.

۶.۱.په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زياتول

 

دا چې کرنې پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبولولپاره زمینه مساعدول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارلولپاره زمینه برابرول.
  3. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورته ورکول.
  4. د پوهنځي د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه اولهوړتیاوو یې پوره ګټه اخستل.
  5. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول.
  6. د زده کړيالانو او استادانو لپاره د علمي سفرونو او تبادلې د زمينې برابرول.

۶.۲.د کادر غړو ظرفيت لوړول

 

د پوهنتونونو، پوهنځيو او علمي موسساتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته کوي او ورڅخه مؤثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، د کرنې پوهنځي اداره د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1. د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  2. د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنتون او پوهنځي په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول.
  3. د پوهنځي پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول.
  4. د پوهنځي د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه.
  5. اداري مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  6. په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  7. د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدوپه اړه د اداري پرسونل روزل.
  8. د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياووبرابرول.
  9. تدريسي غړو ته د انګلیسی او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  10. پوهو او وړاستادانو له پاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو عملي کولو اسانتياوو برابرول.

۶.۳.علمي څيړنه او پلان جوړونه

 

په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه پوهنتونونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په نتیجه کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي. نو پدې اساس دسیدجمال الدین افغانيپوهنتون د کرنې پوهنځي اداره هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن ده چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او پراختيا لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د پوهنځي او څانګو په کچه د څېړنو یو مؤثر میکانيزم رامنځته کول.
  2. د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بوديجې او امکاناتو برابرول.
  3. دنړيوالو پوهنتونونو سره اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پارهد مرستو جلبول.
  4. دلابراتوارونو جوړولو لپاره مربوطه ا داروته پیشنهادکول اوجوړول.
  5. د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول.
  6. د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.
  7. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل.
  8. د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.

۶.۴. د کريکولم پراختيا

 

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي مؤسسې اړ دي، چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي. پوهنځی د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاووغوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د کرنې پوهنځيو لپاره د ملي نصاب او مفرداتو انکشاف لپاره هلې ځلې.
  2. د پوهنځي په کچه د کریکولم د کمېټي پیاوړي کول.
  3. د کریکولم کمېټې د غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسيانې تهیه کول.
  4. د پوهنځي او د څانګو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول.
  5. د کريکولمپه بیاکتنه او پراختیا کېد متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورېکول.
  6. له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمونه کې ملتيا.
  7. لهنړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
  8. لهکریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه.
  9. لهټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول.
  10. د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول.
  11. د کريکولم او مفرداتو د تطبيق لپاره د زمېنې برابرول.

۶.۶. تضمين کيفيت او اعتبار ورکونه

 

پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باورترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي. نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوادبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. د کرنې پوهنځي اداره په راتلونکو پنځو کلونو کېد ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د مليتضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل.
  2. په ملي کچه د پوهنتون او پوهنځي د خدماتو کیفیت او درجې لوړول.
  3. د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم پیاوړی کول.
  4. په ټولنه کې د پوهنځي د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل.
  5. په پوهنځي کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول.
  6. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول.
  7. د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي مؤسسو سره همغږي رامنځته کول.
  8. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول.
  9. د پوهنځي د ستارتيژيکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو څانګو سره همغږي.
  10. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول.
  11. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول.

۶.۷.د ښوونيزو موادو چمتو والی

 

نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایطاو بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب وواييچې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې او باور تر لاس کول وي. کرنې پوهنځی په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب اودرسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولمکمېټې چارو تهپراختيا ورکول.
  2. د کريکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول.
  3. په څانګو کې د نصاب او کریکولم کمېټو چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول.
  4. د درسي موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول په دې برخه کې د هغوی هڅونه.
  5. د پوهنځي د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول.

۶.۸.د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

 

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او مؤثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او مؤثریت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د برېښنايي زده کړوکمېټې ته پراختیا ورکول.
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول.
  3. په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول.
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدو څخه بشپړه څارنه.
  5. د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول.
  6. د ټولو محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معلومات ورکول.

۶.۹.معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

 

دا چې په نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژي د معلوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب، د اړیکو پهټینګولو، ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی هم معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربيناوو ته پراختیا او وده ورکول.
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا.
  3. د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا.
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول.
  5. د پوهنځي اړوند ټول څانګې او ادارې معلوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول.
  6. په ټولو څانګو کې ډيجيټل ټيلیفون اسانتیاوې رامنځته کول.
  7. د معلوماتي ټکنالوژۍ د استعمال په هکله استادانو او اداري پرسونل ته روزنیز ورکشاپونه برابرول.

 

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی

 

زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس ترکچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د پوهنتونونو لخوا وړاندې کېږي. عامه وګړي د لسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي. کرنې پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمير علمي پروګرامونه په بېلابېلو برخو او وختونو ( سهار او له وخته وروسته) کې پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د کرنې په برخه کې لوړو زده کړو د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز معلومات وړاندې کول.
  2. د کانکور له لارې معرفی شوو محصلینوته په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول.
  3. د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونه ته د محصلینو ورپېژندل.
  4. له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول.
  5. د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول.

۷.۱.لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی

 

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي. د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. سیدجمال الدین افغاني پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلابېلو برخو او وختونو کې (سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه کرنې پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په پوهنتون او پوهنځي کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه مؤثره ګټه پورته کول.
  2. خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول.
  3. عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معلومات ورکول.
  4. د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول.

۷.۲.لوړو زده کړو ته د ښځينه وو پراخه لاسرسی

 

دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. کرنې پوهنځی لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د جنډر برابروالی په نظر کې نیول.
  2. ښځینه محصیلینو ته د پوهنتون او پوهنځي په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول.
  3. ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه که د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي او د امکان په صورت کې د جلادرسي ټولګیو چمتو کول.
  4. د ښځینه استادانو په علمي کادر کې شاملول.

۷.۳.د کريډيټ سيستم پياوړتيا او پلي کول

 

د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځی د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پيلول.
  2. د کریډیټ سیستم د مؤثریت په اړه محصیلینو ته معلومات ورکول.
  3. په اړوندوڅانګو کې د کريډيټ سیستم عملي کېدو څارل.
  4. د کريډيټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول.
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کريډيټ لایحې موخې ترلاسه کول.
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول.
  7. د کريډيټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول.
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د سلنې تر څنګ د GPAپهسیستم برابرول.

۷.۴.د محصلينو لپاره د خدماتو او اسانتياوو پياوړتيا

 

پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي. د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنځی د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول.
  2. سپورتي اسانتیاوې برابرول.
  3. محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی.
  4. د ويبسایټ له لارې محصلینو ته پوره معلومات په واک کې ورکول.
  5. د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی.
  6. د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول.
  7. محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو تمثیلي پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول.
  8. د پوهنځي د امکاناتو په پام نیولو سره محصلینو (ښځینه او نارینه) لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول.
  9. د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني سهولتونو پراختیا ورکول.
  10. په پوهنځي او څانګو کې د اړوندو لابراتوارونو کیفیت او خدماتو ته پراختیا ورکول.
  11. محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول.
  12. په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول.

 

۸. زېربناوې

 

پوهنتونونه او تحصیلي مؤسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تأسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښي چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چېپه پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. پوهنځی د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي د څيړنيز فارم پراختيا او تجهيزول.
  2. د لابراتوارونو جوړول او تجهيزول.
  3. د کرنيز ترویج او بزګرانو د روزنې لپاره مرکز ايجادول.
  4. د کال سنټر ايجادل او پراختيا ورکول.
  5. د بوټو د توليد/ روزنځای تجهيز او پراختيا.
  6. د کمپيوتری او انترنتي خدماتو پراختيا.
  7. د بريښنايي کتابتون ايجادول.

۹. SWOT تحليل

 

د وضعيت تحليل د پلانونو د جوړونې او مديريت د چارو د پرمخ بېولو په برخه کې اړين بريښي تر څو له مخې د چارو د ښه تنظيم او د سرچينو څخه د معقولي، ګټورې، اعظمي او تلپاتې استفادې زمينه برابره او ټاکل شوي موخې ترلاسه شي.

د دې لپاره چې پوهنځید پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه دهچې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چېپه نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنځی یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینی تحلیل ترسره کوي:

د قوت ټکي

کمزوري ټکي

  1. دځوانواو مجربو استادانو لرل.
  2. د تدريسي تعميرلرل.
  3. د څېړنيز فارم لرل.
  4. د مرستندويه دولتي او غېر دولتي ادارو سره د اړيکو لرلو وړتيا.
  5. د استادانو له خوا څېړنې، تاليفات او ليکنې.
  6. همغږي او اړونده خواو سره ښې اړيکې.
  7. د کريکولم او کمېټو لرل.
  8. دکرنې پوهنځي لپاره ښه ستراتيژيک موقیعت
  9. مساعد اقلیمي شرایط.
  10. دنويو پروګرامونو دایجاد وړتیا درلودل.
  11. دتدریس دنوي میتودونوپرمټ دعلمی کادرغړیو لخوا تدریسی چاری پرمخ وړل.
  12. دسالمې رهبرۍ اومدیریت شتون.

 

  1. د استادانو د شمېر لږوالی.
  2. د څېړونکو او ليکونکو لپاره د امکاناتو کموالی او نشتوالی.
  3. دلابراتوارونو نشتوالی.
  4. مجهزتحقیقاتيفارم نشتوالی.
  5. د معلوماتي تکنالوژي د وسايلو او خدماتو کموالی او نشتوالی.
  6. د زده کړيالانو ګڼ شمېر.
  7. په ملي او بهرنيو ژبو داختصاصې کتابونو نشتوالی.
  8. د بهرنيو علمي سازمانونو او پوهنتونونو سره د اړيکو کموالی اونشتوالی.
  9. د موجوده اړتياوو پر بنسټ د ديپارتمنتونو کموالی.
  10. د خدماتي اداري پرسونل کموالی.
  11. د څارنې او ساتنې لپاره د بوديجې نشتوالی اوکموالی.
  12. د فارم لپاره د امکاناتو او مناسبې ځمکې نشتوالی.
  13. کرنېدعلمي مجلې نشتوالی.
  14. دعلمي کارونو په منظوردمحصلینو دانتقال لپاره دترانسپورت نه موجودیت.
  15. دپوهنځی لپاره په خپل وخت دمالي امکاناتو نه موجودیت.
  16. دپوهنځي دکتابتون نه شتون.

فرصتونه

ګواښونه

  1. د تعليم او ښوونې سره د خلکو مينه او علاقه.
  2. د کرنيزو پرمختيايي ادارو، پروژو شتون.
  3. د مرستندويه ادارو د مرستو شتون.
  4. معلوماتي او ټولنيزو اړيکو د وسايلو شتون او پرمختګ.
  5. په نړيوالو سازمانونو کې د هيواد غړيتوب او ګډون.
  6. نړېوال کيدل.
  7. د کرنې سکتور سره د دولت علاقه او ژمنه.
  8. د افغانستان پراختيايي استراتيژيک موقيعت او کرنيزتوب.
  9. کرنه اومالداري دکارزیږوونکی صنعت په توګه.
  10. دظرفیت لوړونې دپروګرامونو موجودیت.
  1. مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ نشتوالی.
  2. د ښځینه محصلينو په وړاندې د کلتوري او ټولنيزو عنعنوي دودونو شتون.
  3. اقتصاديبې ثباتي.
  4. سیاسي بې ثباتي.
  5. د زورواکو او چارواکو نامشروعه مداخله.
  6. د بریښنايي اسانتیاوو نشتون.
  7.  د استخدام او ترفیعاتو اوږده او ځنډنۍ پروسه.
  8. د وړاندې کړل شويو بشري ظرفيتونو لپاره د کار د امکاناتو نشتوالی او کموالی.
  9. د وګړو د شمېر زياتيدل او کمزورې تحصيلي امکانات.
  10. اوږد تدارکاتي او ادارې پروسې او بيروکراسي.
  11. تحصيلي مؤسسو ته د لږې بودېجې تخصيصول.
  12. دکرنیزسکتورضعیف انکشاف

 

 

۱.۹. د پوهنځي لپاره دسواټ تحليل

 

S

W

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داخلي او خارجي لاملونه

  1. دځوانواومجربواستادانو لرل.
  2. د تدريسي تعميرلرل.
  3. د څېړنيز فارم لرل.
  4. د مرستندويه دولتي اوغير دولتي ادارو سره د اړيکو لرلو وړتيا.
  5. د استادانو له خوا څېړنې، تاليفات او ليکنې.
  6. همغږي او اړونده خواو سره ښې اړيکي.
  7. د کريکولم او کمېټو لرل.
  8. دکرنې پوهنځي لپاره ښه ستراتيژيک موقیعت
  9. مساعد اقلیمي شرایط.
  10. دنوي پروګرامونو دایجاد وړتیا درلودل.
  11. دتدریس دنوي میتودونوپرمټ دعلمی کادرغړیو لخوا تدریسی چاری پرمخ وړل.
  12. دسالمې رهبری اومدیریت شتون.
  1. د استادانو د شمېرې لږوالی.
  2. د څېړونکو او ليکونکو لپاره د امکاناتو کموالی او نشتوالی.
  3. دلابراتوارونو نشتوالی.
  4. مجهزتحقیقاتي فارم نشتوالی.
  5. د معلوماتي تکنالوژي د وسايلو او خدماتو کموالی او نشتوالی.
  6. د زده کړيالانو ګڼه شمېره.
  7. په ملي او بهرنيو ژبو داختصاصې کتابونو نشتوالی.
  8. د بهرنيو علمي سازمانونو او پوهنتونونو سره د اړيکو کموالی اونشتوالی.
  9. د موجوده اړتياوو پر بنسټ د ديپارتمنتونو کموالی.
  10. د خدماتي اداري پرسونل کموالی.
  11. د څارنې او ساتنې لپاره د بوديجې نشتوالی اوکموالی.
  12. د فارم لپاره د امکاناتو او مناسبې ځمکې نشتوالی.
  13. کرنېدعلمی مجلی نشتوالی
  14. دعلمي کارونو په منظوردمحصلینو دانتقال لپاره دترانسپورت نه موجودیت.
  15. دپوهنځي لپاره په خپل وخت دمالي امکاناتو نه موجودیت.
  16. دپوهنځي دکتابتون نه شتون.
  17. د نوي درسي مېتودونو د تطبيق لپاره د مجهزو او په عصري تکنالوژۍ سمبال درسي خونو نه شتون.

 

O

  1. د تعليم او ښوونې سره د خلکو مينه او علاقه.
  2. د کرنيزو پرمختيايي ادارو، پروژو شتون.
  3. د مرستندويه ادارو د مرستو شتون.
  4. معلوماتي او ټولنیزو اړيکو د وسايلو شتون او پرمختګ.
  5. په نړيوالو سازمانونو کې د هېواد غړيتوب او ګډون.
  6. نړيوال کيدل.
  7. د کرنې سکتور سره د دولت علاقه او ژمنه.
  8. دافغانستان پراختيايي استراتيژيک موقيعت او کرنيزتوب.
  9. کرنه اومالداري دکارزیږوونکی صنعت په توګه.
  10. دظرفیت لوړونی دپروګرامونو موجودیت. .

11. د پوهنتون په داخل کې د ښه امنیت شتون.

 

SO

1. S1, S2, S5په واسطه دO1څخه استفاده.

2. د S3اوS5په واسطه دO2څخه استفاده.

3. S4, S5, S6په واسطه دO3 څخه استفاده.

4. S9په واسطه دO1څخه استفاده.

5. S4 په واسطه له O5استفاده.

6. S9, S12په واسطه له O7, O8څخه استفاده.

7. S1, S6 په واسطه له O9 څخه استفاده.

8.S10, S11, S12 په واسطه O10څخه استفاده.

9. S8, S12په واسطه له O11څخه استفاده.

 

 

WO

  1. له O1 څخه په استفادې د W8کمزورې نقطه له منځه وړل.
  2. له O2 څخه په استفادې له W2 نقطه له منځه وړل.
  3. له O3څخه په استفادېW3,W4,W7 ,W14,W16W2کمزورېنقطې له منځه وړل.
  4. له O4څخه په استفادېw5 له منځه وړل.
  5. له O5څخه په استفادېW7له منځه وړل.
  6. له O7 څخه په استفادې,W15,W1W1,W3,W7,W13,W14 کمزرېنقطې له منځه وړل.
  7. له O8څخه په استفادېW12,W13 له منځه وړل.
  8. له O10 څخه په استفادېW5 له منځه وړل.

 

 

 

 

 

T

 

  1. مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ نشتوالی.
  2. د ښځینه محصلانوپه وړاندې د کلتوري او ټولنېزو عنعنوي دودونو شتون.
  3. اقتصاديبې ثباتي.
  4. سیاسي بې ثباتي.
  5. د زورواکو او چارواکو نامشروعه مداخله.
  6. د بریښنايي اسانتیاوو نشتون.
  7. د استخدام او ترفیعاتو اوږده او ځنډنۍ پروسه.
  8. د وړاندې کړل شويو بشري ظرفيتونو لپاره د کار د امکاناتو نشتوالی او کموالی.
  9. د وګړو د شمېر زياتېدل او کمزورې تحصيلي امکانات.
  10. اوږد تدارکاتي او ادارې پروسې او بيروکراسي.
  11. تحصيلي مؤسسو ته د لږې بوديجې تخصيصول.
  12. دکرنیزسکتورضعیف انکشاف

ST

 

1. S1, S4, S5, S12 په واسطه د T1 له منځه وړل.

2. د S4, S12 په واسطه د T2 له منځه وړل.

3. دS3, S12 په واسطه د T3 له منځه وړل.

4. د S5, S6, S12 په واسطه T4, T5 له منځه وړل.

5. د S4, S6, S12 په واسطه T6 له منځه وړل.

6. د S10, S12 په واسطه T7 له منځه وړل.

7. د S6, S7, S12 په واسطه T8 له منځه وړل.

8. د S1, S2, S10, S11 په واسطه T9 له منځه وړل.

9. د S6, S12 په واسطه T10 له منځه وړل.

10. دS4, S6, S12 په واسطه T11 له منځه وړل.

11. دS3, S5 په واسطه T12 له منځه وړل.

 

WT

 

1. د W10, W4 په له منځه وړلو سره د T1 مخه نیول.

2. د W1, W2, W17 په منځه وړلو سره د T2 مخه نیول.

3. د W1, W2, W8, W7 په له منځه وړلو سره د T4, T3 مخه نیول.

4. د W1, W12, W15 په له منځه وړلو سره د T8مخه نیول.

5. د W2, W3, W9, W14, W17 په له منځه وړلو سره د T9 مخه نیول.

6. د W15 په له منځه وړلو سره د T11 مخه نیول.

7. د W4, W12, W14 په له منځه وړلو سره د T12 مخه نیول.

 

 

جدول دداخلي عواملو دتحليل څخه ترلاسه شوې نمرې

حاصل ضرب

امتیازوزني

ضریب وزني

معیار

ګڼه

0. 228

3. 8

0. 06

IS1

1

0. 2

4

0. 05

IS2

2

0. 15

3

0. 05

IS3

3

0. 105

3. 5

0. 03

IS4

4

0. 132

3. 3

0. 04

IS5

5

0. 105

3. 5

0. 03

IS6

6

0. 144

3. 6

0. 04

IS7

77

0. 105

3. 5

0. 03

IS8

8

0. 148

3. 7

0. 04

IS9

9

0. 114

3. 8

0. 03

IS10

10

0. 1225

3. 5

0. 035

IS11

11

0. 247

3. 8

0. 065

IS12

12

ضعيفه نقطو نمرې

0. 075

1. 5

0. 05

IW1

13

0. 052

1. 3

0. 04

IW2

14

0. 1

2

0. 05

IW3

15

0. 072

1. 6

0. 045

IW4

16

0. 03

1

0. 03

IW5

17

0. 02

1

0. 02

IW6

18

0. 028

1. 4

0. 02

IW7

19

0. 025

1

0. 025

IW8

20

0. 012

0. 8

0. 015

IW9

21

0. 028

1. 4

0. 02

IW10

22

0. 039

1. 3

0. 03

IW11

23

0. 036

1. 8

0. 02

IW12

24

0. 05

2

0. 025

IW13

25

0. 0675

1. 5

0. 045

IW14

26

0. 063

1. 8

0. 035

IW15

27

0. 045

1. 5

0. 03

IW16

28

2. 543

 

1

 

 

 

جدولدخارجی فکتورنودتحليل نمرې

حاصل ضرب

نمری وزني

ضريب وزني

معيار

ګڼه

0. 228

3. 8

0. 06

EO1

1

0. 1575

3. 5

0. 045

EO2

2

0. 136

3. 4

0. 04

EO3

3

0. 12

3

0. 04

EO4

4

0. 112

2. 8

0. 04

EO5

5

0. 165

3. 3

0. 05

EO6

6

0. 18

3. 6

0. 05

EO7

7

0. 144

3. 2

0. 045

EO8

8

0. 148

3. 7

0. 04

EO9

9

0. 1305

2. 9

0. 045

EO10

10

0. 18

4

0. 045

EO11

11

دخارجي محيط دخطراتو نمری

0. 108

1. 8

0. 06

ET1

12

0. 072

1. 6

0. 045

ET2

13

0. 056

1. 4

0. 04

ET3

14

0. 068

1. 7

0. 04

ET4

15

0. 072

1. 8

0. 04

ET5

16

0. 054

1. 2

0. 045

ET6

17

0. 04

1

0. 04

ET7

18

0. 0455

1. 3

0. 035

ET8

19

0. 036

0. 8

0. 045

ET9

20

0. 045

1. 5

0. 03

ET10

21

0. 04

1

0. 04

ET11

22

0. 06

1. 5

0. 04

ET12

23

2. 3975

 

1

 

 

۲.۹. دداخلي اوخارجي محيطي عواملو پرتله

دIE دروش څخه په استفاده د داخلي اوخارجي فکتورونو دارزیابۍ نمري په عمودي اوافقي قطارونوکې ځای پر ځای کيږي چې له دې څخه په استفادې دپوهنځيلپاره مناسبه ستراتېژي جوړېږي.

دداخلي اوخارجي عواملو دپرتله کولو ماتريکس جدول.

داخلي عواملو ارزيابۍ اخري نومرې

د خارجي لاملونو د ارزونې وروستۍ نومرې

1234

4321

I

II

III

VII

 

V

VI

IIX

IV

IX

دپورتني ماتریکس څخه دې پایلې ته رسېږو، چې دکرنې پوهنځي لپاره د حفظ اوثبات له ستراتېژي څخه استفاده کېږي.

 

۱۰. د کرنې پوهنځي موخې او اهداف

د کرنې پوهنځي ادارهستارتيژيک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی، تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزوپای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.

پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  • په علمي، اکاډمیک او تدریسي ډګر کې پرمختګ کول.
  • تحقيقاتي او عمليزده کړو اوپروګرامونو ته پراختيا ورکول.
  • په تدریسي او علمي برخه کې د معلوماتي تکنالوژی رایجول.
  • کورنیو او بهرنیو بنسټونو او ادارو سره د اړیکو تامینول.
  • په سیمه کې د کرنیزو عملي کارونو او مشاهداتو څخه د لیدنې په موخه د ترانسپورتي وسایطو لټون او ترلاسه کول.
  • د محصلينودجذب اوظرفيتونو لوړوالی.
  • د جنسیت د انډول اصل تامینول (Gender Equality).
  • د پوهنځي لپاره دکتابتون جوړول.
  • د پوهنځي لپاره دلابراتوار جوړول.
  • فزیکي زیربناوته پراختیا ورکول.
  • علمي نشرياتي پروګرامونو ته پراختیا ورکول.
  • د پوهنځي د مخې او چمنونو جوړول او ښکلا ته يې پراختيا ورکول.

۱۰.۱ دموخودترلاسه کولولپاره تګلاره

 

۱۰.۱.۱ په علمي او اکاډميک ډګرکې پرمختګ:

 

  1. داستادانودشميراوعلمي کچې لوړول

 

  • داستادانودشمیرلوړول
  • دموجوده استادانودماستري اودکتوراپروګرامونولپاره خارج ته استول.
  • دفیلوشپونو، کنفرانسونو، سمینارونو اونورو اړوندهښونیزواوڅیړنیزوپروګرامونولپاره استادانوته دداخل اوبهرته د تګ لپاره دزمینې برابرول.
  • داستادانوله پاره دعلميښونیزواوعلمي پروژودتطبیق داسانتیاو برابرول.
  • دپوهنځي علمي وده اوپراختیا.
  • دکرنې پوهنځيتر چترلاندې دنوو ديپارتمنتونو لکه حفاظه نباتات، هارتيکلچر، خاوره پوهنې، اګري بزنس، ابيارياوزراعتي انجينري ایجاداومنظورۍ لپارهدپلانونو جوړول.
  • د کرنې پوهنځي په جوړولوکې دپوهنتون رياست سره عملااغیزمن کارونه پرمخ وړل.
  • دپوهنځي دعملي ودې په منظورپه سیمه اوهیوادکې داړوندهمسلکي اومرسته کوونکواداروسره اړیکې ټینګول.

 

  1. تحقيقاتي(څيړنيزو) پروګرامونوته لاره خلاصول:

 

 

  • دتحقیقاتي اوڅیړنیزوپروژوڅخه دلیدنې اوترسره کولو په موخه پلان جوړول.
  • په سیمه کی دڅیړنیزوادارو او روانوفعاليتونوڅخه لیدنه.
  • دڅیړنیزوادارواوپروژوسره دګډوڅیړنوترسره کولولپاره غونډې ترسره کول.
  • دڅیړنیزوفعالیتونواوپروژودترسره کولولپاره دبودیجې اوامکاناتولټول.
  • دکرنیز نړیوالوڅیړنیزومرکزونوسره داړیکوټینګول اودڅیړنیزوپروګرامونوپرمخ بیولو لپاره دهغوی دمرستو جلبول.
  • دڅیړنیزوپروګرامونودترسره کولو لپاره استادان بهرنیو هیوادونوته استول.
  • دپوهنځي داستادانوپه مټ دخصوصي سکتوردستونزواواړتیاودحل لپاره دڅیړنیزوپروژوطرحه کول.
  • دڅیړنیزوپروژوپایلې او لاسته راوړنې داړوند ادارو سره شریکول.
  1. دتدريسي پروسې پرمختـګ اودمعياري درسي نصاب درلودل:

 

 

د پوهنځي لپاره دلوړوزده کړووزرات دنورمونوسره سم دمعیاري اوسټنډرډ درسي نصاب رامنځته کول اودتطبیق لپاره يېد اسانتیاوبرابرول.

  • د درسي پروسې د ښه پرمخ بیولو لپاره د موادو او وسایلو برابرول.
  • د تضمين کيفيت کميټې د فعاليتونو او برنامو ته پراختيا ورکول.
  • د محصلینو فعالیت اود سرته رسول شوو دندو ارزونه کول.
  • د تیوري او عملي تدریس ترمنځ د انډول ساتل.
  • په تیوریکي او عملي درسي بهیر کې محصلینو ته زیاته ونډه ورکول.
  • د درسي پروسې د ارزیابي لپاره د کاري کمیټې ټاکل.
  • د کریډټ د سیستم د رامنځ ته کیدو لپاره د پوهنتون ادارې سره همکاري کول.
  • د نصاب او کريکولم کميټې له لورې وخت په وختد نصاب د معياري کيدو لپاره دعلمي هلوځلو پراخولی اود معياري کريکولم انتخاب.

 

  1. د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول:

 

 

  • پوهنځي ته د کانکور اومسلکي ازموينو له لارې د لایقو محصلینو د توجه جلبول.
  • په علمي سمینارونو، کانفرانسونو او ورکشاپونو کې محصلینو ته ونډه ورکول.
  • دپوهنځي د محصلینو ترمنځ د علمي مناقشو او مسابقو په کار اچول.
  • محصلینو ته د هیواد په داخل او له هیواده بهر د علمي سفرونو برابرول.
  • په تیوریکي او عملي درسي بهیر کې محصلینو ته زیاته ونډه ورکول.
  • محصلینو ته د انټر نشپ (Intern ship) پروګرامونو لپاره د اسانتیا برابرول.
  • د کتابتون په داخل کې د محصلینو لپاره د کتابونو د ځینو موضوعاتو د چاپ کولو لپارهد چاپ اسانتیاوې برابرول.

 

  1. په تدريسي او علمي برخه کې د معلوماتي ټکنالوژی رايجول:

 

 

  • د تدریس په پروسه کې د معلوماتي ټکنالوژی د کارونې تنظیمول
  • د پوهنځي لپاره دکمپيوټر ليب او انترنیټ سهولت برابرول.
  • دپوهنځي استادانو او محصلینو ته د کمپیوټر اړونده روزنې موقعې برابرول.
  • د تدریس د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره د پروجکتورونو (Multi Media)اوLCD تهیه کول.

د کورنيو او بهرنيو بنسټونو او ادارو سره د اړيکو تامينول.

  • د پوهنځي په کچه د پوهنتوني او بهرنیو اړیکو لپارهد کمیټې ټاکل.
  • په سیمه او هیواد کې د علمي سازمانونو او ټولنو سره د استادانو لپاره غړیتوب ترلاسه کولو د اسانتیاو برابرول‎.
  • داخلي اوخارجي پوهنتونونو سرهدتوامیتونو (Affiliation) تامینول.
  • په سیمه کې دکرنیزو عملي کارونو اومشاهداتو څخه دلیدنې په موخه د ترانسپورتي وسایطو لټون او ترلاسه کول.
  • د یو عراده بس موټر د اخیستنې لپاره د یو مناسب پروپوزل ترتيب او لیکل.
  • د لوړو زده کړو وزارت او په سیمه کې مرستې کوونکو ادارو سره د پوهنتون د ادارې په مرسته د نوموړي پروپوزل شریکول.

 

  1. د جنسيت د انډولتوب تامينول: (Gender Equality)

 

 

  • د کانکور په ازموینه کې د کرنې پوهنځي انتخاب ته د ښځینه شاګردانو تشویقول.
  • دپوهنځي په کچه په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښځینه محصلینولرل اوشمير يې لوړول.
  • په علمي او څیړنیزو ادارو کې ښځینه محصلینو ته ونډه ورکول.
  • د ښځینه محصلینو د جذب او تشویق لپاره د ښځینه استادانو استخدام.

 

  1. د پوهنځي په کچه د کتابتون جوړول:

 

  • د پوهنځي په کچه د کتابتون جوړولو پلان جوړول.
  • د مسلکي کتابونو د ترلاسه کولو لپاره د مرسته کوونکو ادارو سره اړیکې ټینګول.
  • د کتابتون د لا غني کولو په منظور د محصلینو مرستې تشویقول.
  • د کتابتون لپاره د نوو چاپ شوو کتابونو تهیه کول.

 

  1. د پوهنځي په کچه دلابراتوار جوړول:

 

 

  • د پوهنځي په کچه د ټولو اړوندو ديپارتمنتونو لپاره د لابراتوار جوړولو لپاره پلان جوړول.
  • دمرستندويه ادارو سره د لابراتوار جوړولو لپارهاړيکې نيول.
  • د لابراتوار لپاره د لابرانت روزل.
  • د لابراتوار لپاره د مناسب محل او خونو جوړول.
  • په لابراتوار کې محصلينو ته د عملي زده کړو لپاره زمينه برابرول.

 

 

 

 

  1. فزيکي زيربناو ته پراختيا ورکول:

 

 

  • دپوهنځي رياست، ديپارتمنتونو، اداري پرسونل اواستادانو ته دځانګړودفترونو اودفتري لوازمو تهیه کول.
  • دپوهنځي غونډو، کنفرانسونواوعلمي پروګرامونولپاره دکنفرانس هال خونې تجهيز کولاو د هغې څخه د لازمې استفادې لپاره پلان جوړول.
  • د پوهنځي څيړنيز فارم ته پراختيا ورکول.
  • په څيړنيز فارم کې د هر ديپارتمنت لپاره د ساحې مختص کول او په هغې کې اړوند څيړنيز فعاليتونه ترسره کول.
  • د فارم منيجر لپاره ددفتر برابرول.
  • دپوهنځي دکاري کميټو لپاره ددفترونو او دفتري لوازمو تهيه کول.

J. علمي نشريات اوپروګرامونه:

 

 

  • په دوامداره توګه د پوهنځي د فعالیتونو د انتشار په موخه دپوهنځي د انټرنیټي ټولنیزې پاڼې(فيسبوک پاڼې)له لارې نشریاتو ته پراختيا ورکول.
  • د پوهنتون په علمي مجله کې ترپنځلسو پورې علمي تحقیقاتي مقالو نشرول.
  • د استادانو علمي مقالې او ليکنې په کورنيو اوبهرنيو ژورنالونواو مجلو کې خپرول.
  • د۱۴۰۰ هـ ش کالپورېدپوهنځي لپاره دويب سايټ جوړول.
  • په دوامداره توګه په پوهنځي کې دعلمي غونډواو کنفرانسونولپاره زمينه مساعدول.
  • تر ۱۴۰۰هـ ش کال پورېدپوهنځي موجودهچاپ کيدونکي بروشر ته پراختيا ورکول.
  • ۱۴۰۲ هـ ش کال پورې د پوهنځي لپاره دعلمي مجلې چاپ اود هغې لپاره د پلان جوړول.

 

K. د تضمين کيفيت پروګرامونو تطبيق او پراختيا:

 

  • په دوامداره توګه د لوړو زده کړو وزارتد تضمين کيفيت او اعتبارورکړېرياستد قوانينواوپروګرامونو رعايت او په خپل وخت پلي کولو لپاره د روزنيزو پروګرامونو جوړول.
  • ۱۳۹۸-۱۴۰۲ تحصيلي کال په هر سمستر کې د استادانواو تدرسي بهير ارزيابي ترسره کول اودهغې تحليل.
  • ۱۳۹۸-۱۴۰۲ تحصيلي کال په هر سمسترکې دهرمضمون کورس پاليسي، درســــــــــي پلانونو، دعملي زده کړوپلانونو اودرسي مفرداتو تطبيق، نظارت او ازرونه ترسره کول.
  • ۱۳۹۸-۱۴۰۲ تحصيلي کال داستادانو انفرادي عملياتي پلانونو (IAP) اود ديپارتمنت تدريس پرمختګ پلان(TIP) تطبيق او ارزونه.
  • تر ۱۳۹۹ هـ ش کال پورې پوهنتون د تضمين کيفيت پروسې دوهمې دورېد اعتبار ورکونې امتیاز اخستلو مرحلې ته درسيدلو لپاره د پوهنتون د تضمين کيفيت کميټې سرههراړخيزه همکاري کول.
  •  تر ۱۴۰۲ هـ ش کال پورې د پوهنځي د تضمين کيفيت ټولې برنامې د لوړو زده کړو وزرات د لوايحو اواصولو په چوکاټ کې برابرښت اود هغې سره ځان عيارول.

 

l. د پوهنځي مخې ښکلا ته پراختيا ورکول:

 

  • ۱۴۰۱ هـ ش کال پورې دپوهنځي د مخې ددوهمې برخې او دسالارباغ دپوهنتون د ساحې دچمنونو، ګرين والونو، فلزي کټارو، ګلدانونواوداسې نورو جوړول.
  • ۱۴۰۰هـ ش کال پورېد پوهنځيدمخې په دوهمه ساحه کې د فوارې جوړول.
  • ۱۴۰۰ هـ ش کالپورې په چمنونو کې د محصلينو د ناستې لپاره دچوکيواو چتريو لګول.
  • په دوامداره توګه دپوهنځي مخې د ښکلا لپاره د باندينو مرستدويهادارو د مرستو جلبول اود هغې لپاره د پلان جوړول.

 

۱۱. د کليدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نيولو سره د پوهنځي ستراتېژيک اهداف او موخې:

 

 

د کرنې پوهنځي ستارتيژيک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزوپای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د کرنې سکتور په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.

 

۱۲. خطرات

 

  • کیدلی شي دموادو او سامان الاتو په پیر پروسه کې دتدارکاتي پروسو او هم دبودیجې دکموالي او نه تخصیص له امله ځنډ رامنځ ته شي.
  • کیدلی شي په پرله پسی توګه مسولینو مراجعینو ته پیشنهادونه وشي او هم دمرستندیه ادارو او خصوصي سکتور څخه په اړونده برخه کی مرسته وغوښتل شي.

 

۱۳.د چاپېريال اغېزې

 

د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، د پوهنتون په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي. که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي، شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان مؤثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستارتيژيک پلان تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوینه کوي:

  1. د پوهنځي د تعمير د کانالزيسيون ستونزه.
  2. د اقليم تغير او د ځمکې ګرمېدنه.
  3. نباتي او حيواني ناروغۍ.
  4. وچکالي.
  5. د نباتي فرش د تخريب ستونزه.

 

مثبت ټکي:

 

  1.  د کرنې پوهنځی د ودانۍ، فارم او لابراتوارونو لرونکی دی.
  2. د لوړ رتبه او لوړو زده کړو لرونکو استادانو لرونکی دی.
  3. د ګڼ شمېر مينوالو زده کړيالانو لرونکی دی.
  4. د خصوصي سکتور، دولتي او غير دولتي ادارو سره د ښو اړيکو لرونکی دی.
  5. ختيځ زون د کرنې د سکتور د ودې لپاره مناسب اقليم او شرايط لري.
  6. د کرنې سکتور لپاره کافي فرصتونه او پوتنشيال وجود لري.
  7. نارينه او ښځينه په دې سکتور کې په دندو بوخت او کاري وړتياوې لري.
  8. د سيمې اقتصاد پر کرنه ولاړه ده.

 

     منفي ټکي:  

 

  1. موجوده ودانۍ اغېزمنه نه ده.
  2. د فارم ساحه محدوده او امکانات ېې نيمګړي دي.
  3. د تدريسي او خدماتي پرسونل شمېره د زده کړيالانو په تناسب کمه ده.
  4. د پوهنځي لپاره ځانګړي بوديجه نشته.
  5. د ښځينه زده کړيالانو د شموليت اندازه لږه ده.
  6. د عملي کارونو لپاره امکانات محدود دي.

 

۱۴. پايله

 

دغه ستارتيژيک پلان چې د ( 13981402 ) کال پورې چمتو شوی دی، له مخې د کرنې پوهنځي اداره هڅه کوي او ژمن ده چې د منځپانګې له مخې وړ کړنې ترسره کړي. د پوهنځي اداره به هڅه او هلې ځلې وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت، سیدجمال الدین افغاني پوهنتون او نور مرستندویان وهڅوي چې د کرنې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنځي د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره د کرنې پوهنځي مشرتابه، استادانو او خدماتي پرسونل ژمنتيا د پوهنتون اوپوهنځي ادارې د ټاکلو موخو ته د رسيدو لپاره د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي بريښي.

 

 

پورتنی دکرنې پوهنځي ستراتيژيک پلان په پوهنځي کې جوړ او د پوهنځي علمي شورا په ۱۹ /  ۱۱ /  ۱۳۹۸ نېټه او(۱۲)    پروتوکول کې ثبت او د تطبیق وړ دی.

 

 

پورتنی ستراتيژيک پلان په ۲۰ / ۱۱/ ۱۳۹۸ نېټه د سيد جمال الدین افغاني پوهنتون په علمي شورا  کی تائید او  په ( ۹ ) پروتوکول کې ثبت او د تطبیق وړ دی.