د ښوونې او روزنې پوهنځي پېنځه تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور حضرت عثمان مشواڼي، پوهنمل فرمان الله سلطاني، پوهنمل اسماعیل شینواري او پوهنمل سعیدالله رحمتزي پر بېلابېلو څېړنيزو موضوعاتو د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.
ياد کنفرانسونه چې د ښوونې او روزنې پوهنځي کې وړاندې شول په کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو، د پوهنتون استادانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.