داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د 1404 مالي کال لهپاره په مختلفو برخو کې د ساختماني ترمیماتو قرارداد خبرتیا!
د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 004/1404/SJAU/ KUNAR)
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1404 مالي کال لهپاره په مختلفو برخو کې د ساختماني ترمیماتو قرارداد په داوطلبۍ کې گډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په فلش او یا هم سي ډي کې په وړیا ډول تر لاسه کړي، داوطلبان دې خپل افرونه د شرطپاڼه د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر 2/اسد/1404 نېټې د(پنجشبنې) پر ورځ د سهار (10:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تهیې، تدارکاتو او خدماتو چارو آمریت ته چې د کونړ - جلال اباد لویې لارې تر څنگ چې سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر تضمین يوازې د گرانټي بانک په ډول چې (249994) دوه سوه نهه څلوېښت زره نهه سوه څلور نوي افغانۍ دی، اخیستل کېږي، له گرانټي پرته بل ډول تضمين د اعتبار وړ نه دی. د آفر خلاصونې غونډه په 2/اسد/1404 نېټه د(پنجشبنې) پر ورځ د سهار په پوره (10:00AM) بجو د کونړ ولايت د مستوفیت په ودانۍ کې تر سره کېږي.