په کونړ کې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه پیل شوه

د ۱۴۰۴ لمريز کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن، له ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر استاد احمدنويد نوري، د پوهنتون مرستيالانو، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې نن ورځ رسماً پیل شوه.
د يادونې ده چې په کونړ ولايت کې به د درې ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم له نږدې درې نيم زرو تنو څخه د کانکور دا ازموینه واخيستل شي.