درئیس پیغام


سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د لوړ پوهنيز کيفيت، څېړنيز سېستم، غورې مشرۍ او ښه مدیریت د لرلو تر څنګ يې بنسټيزه موخه د افغانستان دوامدار او هر اړخيز پرمختګ ته ژمنتيا ده، همدارنګه پر ملي او نړيوالو معيارونو برابر، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي چې په پوهنيزو، ټولنیزو، اقتصادي، سياسي، قانوني، فرهنګي او عصري تکنالوژيکو برخو کې د ټولنې اوسنيو او راتلونکو ستونزو او غوښتنو ته د ځواب ويلو وړتيا لري.
دا چې د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي سېستم پورې اړه لري نو د پوهنتون رهبري ژمنه ده چې د علمي پروګرامونو لا پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره به دوامدارې هلې ځلې کوي.
د يو پر ځان بسيا، پرمختللي او ښېراز افغانستان په هيله!
پوهنمل محب الله محب
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ريیس