پوهنتون د فرهنگي چارو عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۲۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د فرهنگي چارو عمومي کمېټې د علمي مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه چې د کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله.

پیل کې د علمي چارو مرستيال د ناستې گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د اسلامي او افغاني ثقافت پر ارزښت او اهميت يې تفصيلي خبرې وکړې او زياته يې کړه، دا چې ټولنه له موږ څخه د لا ښه خدمت هيله لري نو ټول مسؤلين دې خپلې چارې په يووالي او ښه شان سره ترسره کړي. نوموړي د يادې کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو له امله ستاينه او مننه وکړه. د علمي چارو مرستيال د فرهنگي کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې اړوندې چارې پر خپل وخت او له ټاکل شوي پلان سره سمې انجام کړي. په ياده کاري ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د روغتيا او خونديتوب،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۴۰
Background image

د شرعياتو يوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل لومړی علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي ثقافت دیپارتمنت استاد پوهنيار رازمحمد شېرزاد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د حسد زيانونه او د مخنيوي لارې چارې) تر سرليک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۲۶
Background image

پوهنتون د فرهنگي چارو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د فرهنگي چارو عمومي کمېټې د علمي مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه چې د کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله.

پیل کې د علمي چارو مرستيال د ناستې. . .

BACK TO NEWS