کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه
د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي، د ولايتي ادارې نظامي او ملکي مسؤلينو، علماءکرامو، قومي مشرانو، د نوموړي پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو، د مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو او گڼو ولسي وگړو برخه اخيستې وه.
د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني په خپلو خبرو کې یاده فتحه د الله تعالی لويه پېرزو وبلله او زياته يې کړه چې د ساتنې لپاره يې بايد ټول خپلو مسؤليتونو ته پوره پاملرنه وکړي.
د غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استاد مولوي قدرت الله عقابي په خپله وينا کې د افغان غيور او مجاهد ولس د قربانيو، شهامت او مېړانې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په دې ورځ د غربي ښکېلاک د راپرځېدو شديد خرپ ټولې نړۍ واورېد.
غونډې ته علماءکرامو، قومي مشرانو، ملکي او نظامي مسؤلينو په خپلو خبرو کې ټول مسلمه اُمت ته د يادې سترې وياړمنې ورځې مبارکي وويله او د تېر شل کلن جهاد په قربانيو، برياوو او د اسلامي نظام په ټينگښت او پايښت يې تفصيلي خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې په دغو مراسمو کې د تېرې شل کلنې سپېڅلې او برحقې مبارزې جهادي اثار او تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې او غونډه د دُعايه کليماتو په ويلو سره پای ته ورسېده.
