پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د شعبان المعظم مياشتې د ۱۵مې شپې فضیلت په هکله سېمينار وړاندې شو
دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم له لوري وړاندې شو، د سېمينار برخهوالو ته يې د اسلامي تاریخ په رڼا کې د شعبان المعظم مياشتې د ۱۵مې شپې اهمیت او فضیلت په هکله معلومات وړاندې کړل. ياد سېمينار چې د قرانکريم د څو مبارکو په تلاوت سره پیل شوی ؤ د خیر په دُعاء پای ته ورسېد.
