ستراتیژیک پلان
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
لوړو زده کړو وزارت
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون
ستراتیژیک پلان
(۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ ل)
دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون د ۱۳۹۸–۱۴۰۲ ستراتیژیک پلان
ترتیبوونکي:
د پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمیټه
تصویبوونکي:
د پوهنتنو علمي شورا (۷) پروتوکول (۸/۸/۱۳۹۸) نیټه غونډه
پوهنمل میرویس ستانکزی
د پوهنتون علمي مرستیال
پوهنوال دوکتورمحمدګلاب عمري
د پوهنتـــــــــــــــــون رئیس
تائیدونکی: د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست (۸۱۳/۸۱۵)۲۴/۹/۱۳۹۸ ګڼه مکتوب
۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي
۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول
۹.۵. د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی
c. د شپې نویو پروګرامونو ایجادول
d. دماسترۍ دپروګرامونو ایجادول
۱.۶. په علمي کادر کې د وړ او مسلکي استادانو زیاتول
۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه
۴.۶. د کېفيت تضمين او اعتبار ورکونه
۵.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی
۶..۶. معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی
۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی
۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه و پراخه لاسرسی
۳.۷. د کریډیټ سېستم پیاوړتیا او پلي کول
۴.۷. د محصلانو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا
جدولونه
جدول(۲) دتحلیل لپاره استعمالیدونکې لاملونه :
جدول(۳) د پوهنتون لپاره دسواټ تحلیل
جدول (۴) دداخلي عواملو دتحلیل څخه ترلاسه شوې نومرې
جدول (۵) دخارجی فکتورنودتحلیل نومرې
جدول(۶) دداخلی اوخارجي عواملو دپرتله کولو ماتريکس
جدول(۷) دتحقیقاتو، علمی پروګرامونو اوظرفیت لوړونی پلان
جدول (۸) د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون (۵) کلن بودجوي پلان (۱۳۹۸-۱۴۰۲
جدول(۹) دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون ستراتیژیک پلان لپاره کاري او مالي پلان جدول
۱. پېژندنه
سید جمال الدین(افغاني)پوهنتون د افغانستان په شمال ختیځ کې د کونړ ولایت په مرکز کې پروت دی. دکونړ ولایت علم پروره ولس په غوښتنه دوخت اداري مسؤلینو په هڅو دافغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محترم حامدکرزي(۴۶۴)۱۷/۱۰/۱۳۸۸ ګڼه حکم اوفرمان پر اساس دسیدجمال الدین(افغاني)پوهنتون ددرېيو پوهنځیو «شرعیات، کرنه، ښوونه اوروزنه» په چوکاټ کې رسماً منظور او اړونده ارګانونو ته یې دفعالیت کولو حکم صادر کړ، چې اړوندو مسوًلینو په هڅو او زیار یې پر(۱۳۸۹)کال رسماً په خپلو اکاډمیکو، علمي او اداري فعالیتونو پیل وکړ، د پوهنتون رهبري هیئت لخوا پر ۱۵/۲/۱۳۸۹ نېټه د یو ستر پوهنیز مرکز په توګه د لوړو اهدافو اوعلمي ارزښتونو د لاسته راوړلو په منظور د پوهنتون موخې او مرام تعین او تصویب شول.
یاد پوهنتون اوس مهال(۹۴)اداري او خدماتي کارکوونکي لري او(۵)پوهنځيو کې چې۱۸ بېلا بېلې څانګې لري او د(۸۹)وړ علمي کادرونو لخوا(۳۹۲۱)محصلانو ته علمي او اکاډمیک خدمتونه وړاندې کوي چې په لاندې توګه یې نسبت او تناسب مشحص شوی دی.
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اداره په دی هڅه کې ده چې د پوهنتون په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصري نړۍ کارېدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژیو په پام کې نیولو سره پلي کړي دي. دغې چارې ته يې په خپل پېنځه کلن(۱۳۹۸ - ۱۴۰۲)ستراتیژیک پلان کې لومړيتوب ورکړی دی. په دې پېنځه کلن ستراتيژيک پلان کې سیدجمال الدین افغاني پوهنتون خپل لیدلوري او موخو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنتون ادارې له خوا د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه ټاکل شوې، چې غړي یې له ټولو اړوندو پوهنځیو څخه تعین شوي دي. د اړونده ستراتیژیک پراختیایې پلان مسوده دجوړولو وروسته دیولوی علمي ورکشاپ ددایرولو په ترڅ کې دبېلابېلو ادارو رئیسانو، ولایتی اداره، دسکتوري ریاستونو، دزون اوهیواد په سطحه دپوهانو، مدنې فعالانو، دټولنې دمتنفذینو، محصلانو اونوراړونده اداروسره شریک شو اوپه مختلفو علمي برخو کې ورته کمېټې ټاکل شوې وې، دهغوی دنظرونو اومشورو دشریکولو اواصلاحاتو دځای پر ځای کولو وروسته ترتیب شو. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنتون علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې د ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده چې د پلان په تطبېق سره به پوهنتنون ستراتیژیک او اساسي موخو ته ورسېږي او ددې ترڅنګه به پوهنتون په سیمه ييزه کچه ځانګړی باور ترلاسه کړي، چې په پایله کې به د لوړو زده کړو وزارت مقام وهڅول شي چې پوهنتون ته هر اړخیزه مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ورکړي او پوهنتون به د لا پرمختګ او ودې فرصتونه ترلاسه کړي.
۲. لیدلوری
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د یوداسې لوړ او باکېفیته ښوونیز او څېړنيز سېستم څخه برخمن وي چې د افغانستان دپرمختګ ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن په پرمختللې علمي پوهه سمبال، دښه تخقیقاتي مرکز، د غوره رهبرۍ او مدیریت څښتن وي چې په ملي کچه علمي، اجتماعي او فرهنګي خدمتونه وړاندې او لوړ اعتبار درلودونکی وي.
3. رسالت
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اوس مهال د ښوونې، څېړنې او د خدمتونو وړاندې کولو له لارې د ځوانانو په روزنې بوخت دی او له دې لارې ټولنې ته د خدمت جوګه دي.
4. ارزښتونه
د ټولنې د ځوان نسل د اسلامي، اخلاقي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په عالي هېوادپاله سپيڅلې روحیه دلوړوزده کړووزارت دمعیارونوسره سم په معیاري ډول روزل، دپوهنتون ټولو منسوبېنو، استادانو او محصلانو ته په عادلانه او روڼ ډول د خدمتو نو وړاندې کول، د فساد او توپيري چلند پر وړاندې سالمه مبارزه کول. همدارنګه د پوهنتون د معیاري کېدو لپاره د کېفیت تضمین فعالیتونو او پروګرامونو په جدي ډول پلي کول، پوهنتون د یو علمي، څېړنیز او ترویجي مرکز په توګه هېوادوالو ته ورپېژندل، په ملي، منطقوي او نړۍواله کچه دپوهنتونونو سره دسالم رقابت په خاطر په عصري تکنالوژۍ سمبالول. دټولنې داقتصادي، ټولنيزپرمختګ اوپه دې برخه کې دموجوده ستونزودحل لپاره په پوهنتون کې دڅېړنو ترسره کول او برخوالو سره یې د پايلو شریکول دي. د چارو د ښه سمبالښت لپاره اغېزمنه رهبري او سالم مدیریت ته پراختيا ورکول دپوهنتون دمهمو ارزښتونوڅخه دي.
۵. مشري
د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اداري جوړښت د رهبرۍ په سر کې د پوهنتون رئیس، علمي او اکاډمیکو، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالان قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنتون د(۵)پوهنځيو په لرلو سره د(۱۸)بېلابېلوڅانګولرونکی دی چې دپوهنتون درهبری اواداري هیئت اوداړوندورئیسانو، مرستیالانو او څانګو آمرینو لخوا اداره کېږي. همدارنګه پوهنتون مختلفې کمېټې لکه(د کېفیت تضمین، څېړنې، کریکولم یا نصاب، فرهنګي چارو، چاپیریال ساتنې، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین، نشراتو، ازموینو، د برېښنایي زده کړو، شکایاتونو داورېدو، روغتیااوخوندیتوب او سپورت کېمټه، چې هره يوه يې ځانکړې کاري لایحې لري، رامنځته کړي چې دغه کړنې دا باوري کوي چې د پوهنتون اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي. د پوهنتون، پوهنځیو، څانګو او کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنتون رئیس، مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي او دا یقیني کوي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنتون ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا لپاره نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي اواړونده کارکوونکيوته په خپله کاري ساحه کې د ورپېښو شویو خنډونو دلېرې کولو لپاره لنډ مهاله ټرینینګونه اوورکشاپونه دایرول چې ظرفیتونه لوړشي اوهریوته دخپلومسولیتونواوصلاحـــیتونو ورپېژندل او په اغېزمنه توګه ټول خپل فعالیــــتونه سرته ورســـوي چې دا بهیردتل لپاره څاري اوپه مسلسله توګه يې تعقیبوی او پوهنتون په علمي، اداري اومالي، زیربنایې برخو کې پرمختګ وکړي اودهېواد په سطحه شته ستونزوته دپای ټکی کېښودل شي.
|
۱.۵.د رهبرۍ پروګرامونه
د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون رئیس، مرستیالان، د پوهنځیو ریېسا ن، د څانګو امرین او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنتون مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي، چې د یادو چارو د ترسراوي په موخه د اداري کارکوونکيو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینه مساعده کړې ترڅو اداري روزنه ترلاسه کړي. د پوهنتون مشرتابه د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو کمېټو له لارې ډول ډول اغیزمن روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي، سربېره پردې د پوهنتون مشرتابه تل هڅې کړې چې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام(HEDP)څخه په اغېزمنه توګه د استادانو د ظرفیت جوړونې په برخه کې ګټه پورته کړي. همدارنګه ټول استادان او مسؤلین تشویقوي چې په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر راتګ وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي. د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنتون اداره د څارنې(د کېفیت د تضمین کمېټه او بشري سرچېنو آمریت)ځانګړي میکانیزمونه لري او دا جوتوي چې د پوهنتون ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصلانو په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي. دپوهنتون رهبري په پام کې لری چې په نږدې راتلونکې کې دپوهنتون په انګړکې دمحصلانو اواستادانو دغذایي اړتیاوو دختمولو په منظورکفتریا جوړه کړي.
۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي
دا چې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل جوړوي. د یادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت او سیدجمال الدین افغاني پوهنتون تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالېسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شوې ده، په نږدې راتلونکي کې به لومړی د مرکز په پوهنتونونو او بېا وروسته د نورو پوهنتونونو کې عملي کړي. د دغې مقررې پر بنسټ به پوهنتونونه وکولای شي د عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي.
پوهنتون به دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره او خپل عواید زیات کړي :
- د شپې پوهنځيو فعالول او پراختیا.
- لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول.
- د لابراتوارونو پراختیا او مجهزول.
- د با کېفیته کفیتریا بنسټ اېښودل.
- د لیليو ودانیو او اسانتیاوو ته پراختیا ورکول.
- د یو مرکزي څېړنيز مرکز ایجادول.
- څېړنیزو فارمونو پیاوړتیا.
- د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول.
- د کمپیوټري پروګرامونو(Applications)جوړول.
- د مطبعې ایجاد او د نشراتو امکانات برابرول.
- د ترانسپورت له طریقه عواید زیاتول.
- په لیلیه کې د جامو پرمینځلو ماشینونه نصبول.
- جمنازیوم جوړول.
- دڅارنې او ارزونې برخه.
- د پوهنتون لپاره د بازار ایجاد
- انګلسي زده کړو زمینه برابرول.
- د کمپوټري زده کړو مرکز ایجادول.
- د ولایت په سطحه د کمپیوټري ستونزو حلولو دمرکز ایجاد.
- پارکېنګ جوړول.
- حقوقی کلینک جوړول.
- دڅېړنیزوپروژو پلي کول.
- وړکتون جوړول.
- اړونده اداري کارکوونکو ته په لږ لګښت د لابراتواري خدمتونو برابرول.
پوهنتون به د اکاډميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي :
داچې کونړ پوهنتون دافغانستان دنویوو پوهنتونونو له جملې څخه دی اوزمونږ ځېنې علمي اواکاډمیک فعالیتونه دنورو سابقه لرونکیوپوهنتونونو پورې په خاص ډول دننګرهارپوهنتون پورې تړلی دی د بېلګې په ډول داستادانو تقرر، ترفیع اومنفکۍ کېسونه او داسې نورچې دسید جمال الدین افغانی پوهنتون لاتراوسه دپوهنتون رسمي علمي شورا نه لري چې له وزارت سره ثبت وي نوپر همدې اساس مونږ نه شو کولای چې دشورا له تایید پرته خپل تحصیلي نصاب کې دټولنې دغوښتنې سره سم تغیر راولو. ددې ترڅنګ یاد پوهنتون دلوړوزده کړو وزارت دکېفیت تضمین ریاست لخوا داعتبارسند نه دی ترلاسه کړی نو په دې هڅه کې یووچې دکېفیت تضمین دمعیارونو په رڼا کې ځان عیارکړو او له یاد ریاست څخه اعتبارترلاسه کړو.
- د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په تحصیلي نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول.
- له ملي او بين المللي اعتبار ورکوونکیو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل.
- د پوهنځیو د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول.
- په مختلفو پوهنځیو کې دڅېړنو پلي کولو اود ټولنې سره دپایلو شریکول.
پوهنتون به د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:
- د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکېل زیاتوالی.
- د معلوماتو او ارقامو د خوندي پاتې کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول.
- د شته اداري او خدماتي کارکوونکیو زیاتول.
- د دفتري چارو او اداري سېستم نوي کول اوپه عصری سېستم سمبالول.
۳.۵. د فساد پر وړاندې مبارزه
فساد یوه شومه پدېده ده او د پرمختګونو د مخنيوي عمده لامل دی، نودپوهنتون د راتلونکي پرمختګ لپاره د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون رهبري دلوړوزده کړو وزارت د مقرراتو، لوایحو اوقوانینوپه په پام کې نېولوسره غواړي چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد د مخنېوي په موخه لاندې کړنې ترسره کړي :
- د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوایحو او قوانینو جدي پلي کول او څارنه.
- په پوهنتون کې د فساد داحتمالي واقع کېدو اړوند مواردو معلومول او ورته حل لارې پیداکول.
- دفتري چارې له انالوګ څخه ډیجېټل سېستم ته اړول.
- د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول.
- د اداري فساد دمخنیوي اړوند ټولیز پوهاوی.
- په اداره کې دښه کارونودترسره کېدوپه خاطرد مجازاتو او مکافاتو د اصل پلي کول.
- تکنالوژیکې څارنه(امنیتی کمرو نصبول)
- د محصلانوته د انلاین ازموینو زمینه برابرول.
- دبشری منابعو په مثبت لوري هڅونه، دفساد ضد روحيې تقویه کول.
- د بایومتریک سېستم ایجاد(د حاضری د ښه کنټرول ایجاد لپاره)
- اطلاعاتو ته د لاس رسي مرکز ایجادول.
- د فساد پرضد د کمېټې ایجاد(د استادانو او محصلانو سره په ګډه)اوکارکول.
۴.۵. اداري بېروکراسي
په نړۍواله کچه په ادارو کې بېروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي چې یو لړ مهم اداري اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په دوامداره توګه وساتي. بېا په ځینو مواردو کې منفي بېروکراسي چارې له خنډ او ځند سره مخ کوي لکه : د وخت ضايع، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې اساس، پوهنتون تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بېروکراسۍ د له منځه وړولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي :
- د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنتوني ادارو نښلول.
- په اداري پروسو کې د نا اړینو پړاوونو له منځه وړل.
- د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول.
- د تدارکاتي سېستم په چارو کې نوی والی رامنځته کول چې عملاً په دې برخه کار روان دی.
- په اداري چارو ګمارل شویو اشخاصو ته د مسؤلیت په پام کې نېولو صلاحیت سپارل.
۵.۵. د عملياتي پلان تائیدول
د ستراتېژيکو موخو د لاسته راوړلو لپاره عملياتي پلانونو او طرحې، د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره، جوړوي. داچې پلان د مدیریت یو بنسټیز اصل تشکېلوي چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي نو پر همدې اساس پوهنتون د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراتېژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره عملياتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي :
- د عملياتي پلان په جوړولو کې د ښکېلو خواوو شریکول.
- د عملياتي پلانونو له ترتیب او تائید څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د عملياتي پلانونو د پلي کېدو او تطبېق څارنه.
- د پوهنتون د مربوطه اداري واحدونو د عملياتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر بنسټ لازمې کړنې ترسره کول.
- د عملياتي پلانونو سره سم د اړوندو کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول.
- د عملياتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابيري پلانونو ترتیبول.
۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول
څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریتی اصل دی چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترلاسه کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمې پر مخ روانې دي. پر همدې بنسټ، څارنه او ارزونه د روڼتیا رامنځته کولو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل کېږي او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنتون له پلان سره سم د خپلو چارو د ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي :
- د اداري کړنو په اړه له پوره ځيرتيا څخه کار اخېستل.
- د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول.
- د رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول.
- د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول.
۷.۵. د مرستو جلبول
په اوسني عصر کې هېڅ یوه اداره نه شي کولی په یوازې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پېنځو کلونو کې ترسره کوي :
- د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول.
- کمېټو ته د اړونده چارو د ترسراوي لپاره د پلانونو او پالېسیو ترتیب او تهیه کول.
- په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په علمي چارو کې د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول.
- د پوهنتون د فزیکي او معنوي جوړښت په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول.
- د پوهنتون لپاره خیریه صندوق جوړل.
۸.۵. د جنډر مسایل
د ټولنيز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه له کوم توپير او امتیازپرته په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه د سړیو په پرتله کمه شوې ده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي اوپه خپل سرنوشت حاکمیت پیداکړي چې د بشري قوې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنتون د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې ونډه ورکړي او په دې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي :
- د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځینه محصلانو د تشویق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پیلول.
- د بشري ځواک د ګمارنې په برخه کې ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده پاملرنه او زمینه برابرول.
- ښځینه محصلانو ته د تفریح ځایونو رغول او د بېلابېلواسانتیاوو برابرول
- په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصلانو ترڅنګ د ښځینه محصلانوشمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه.
- د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصلانو ته د عملي زده کړو پراختیا.
- د نجونو لپاره ځانګړي ټولګي جوړول.
- د کانکور له لارې ښځینه محصلانو ته ځانګړی سهم ورکول.
- د جنډر مراعاتول.
- د ښځینه محصلانو لپاره په امتیازي شکل د لیليې او بدل اعاشې زمینه برابرول.
۹.۵. د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی
پوهنتون هوډ لري په علمي، اداري او فزیکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنتون په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل چوپړونه وړاندې کړي. اړینه ده چې د ددې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي او دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي :
- دولایت په سطحه د لابراتواری خدمتونو وړاندې کول
- دپوهنتون منسوبینواومحصلانو ته دخدمتونو دوړاندی کولو لپاره د با کېفیته کېفیتریا بنسټ ایښودل
- ولایت په سطحه دچاپې خدمتونو دترسراوی لپاره د مطبعې ایجاد اود نشراتو امکانات برابرول.
- د نوې تکنالوژۍ د پېژندلو له پاره د يو مرکزي څېړنيز مرکز رامينځ ته کول.
- دټولنې دشته ستونزودحل په منظوردڅیړنو ترسره کول اوله اړونده ادارو سره یې دنتایجو شریکول.
- سوداګریز نندارتونونه جوړول.
- دلنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول.
- د بهرنیو مرستو د جلب لپاره دغوره پالېسۍ په لرلو سره دمعیاري پروپوزلونو ترتیبول.
- د کمپیوټري پروګرامونو(Applications)اوسافټویرونو د جوړولو له لاری دعوایدو ترلاسه کول.
- ددارالوکالو جوړول.
- په لیله کې دمحصلانو لپاره دکالیو دمینځلو دخدمتونو دوړاندي کولو دلاری دعوایدو ترلاسه کول.
- دپوهنتون په چوکاټ کې دشپې پروګرامونو دایجاد ولو له لاری دپوهنتون دعوایدو لوړول.
۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه
د پوهنتونونو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. پر همدې بنسټ د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون په پام کې لري چې د یو با کېفیته او پرمختللي پوهنتون په توګه بېلاببل ساینسي، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي، چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلې وي. په دې لړ کې پوهنتون د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي :
- د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو جوړول چې عبارت دي له :
- انجینری پوهنځی(۱۳۹۹)
- صنعت پوهنځی(۱۳۹۹)
- جیولوژی معدن پوهنځی(۱۳۹۹)
- نرسنګ پوهنځی (۱۴۰۰)
- ژورنالیزم پوهنځی (۱۴۰۰)
- وترنری پوهنځی (۱۴۰۱)
- حقوقو پوهنځی(۱۴۰۱)
- طب پوهنځی(۱۴۰۲)
b. د نویو څانګو ایجاد:
- تاریخ او جغرافیه څانګه په دوو څانګو تاریخ او جغرافیه وېشل(۱۳۹۸)
- کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د معلوماتي سېستم(ډيټابیس)(۱۳۹۹)
- کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د کمپیوټر اپلکیشن څانګه(۱۳۹۹)
- کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د کمپیوټر انجینرۍ څانګه(۱۳۹۹)
- کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د مصنوعي ذکاوتA) ) څانګه(۱۳۹۹)
- شرعیاتو په پوهنځي کې د تفسیر څانګه(۱۳۹۹)
- ریاضی او فزیک څانګه په دوه څانګو ریاضي او فزيک سره وېشل (۱۳۹۹)
- ښوونې او روزنې پوهنځي کې اردو څانګه(۱۳۹۹)
- ښوونې او روزنې پوهنځي کې دري څانګه (۱۳۹۹)
- کرنې پوهنځي کې د نباتاتو د ساتنې څانګه (۱۳۹۹)
- د کرنې پوهنځي کې د هارتیکلچر څانګه (۱۳۹۹)
- کمپیوټر ساینس پوهنځي کې دTele communication څانګه(۱۴۰۰)
- ښوونې او روزنې پوهنځي کې چینايې ژبې څانګه (۱۴۰۰)
- کرنې پوهنځي کې دچاپیریال ساتنې څانګه (۱۴۰۰)
- اقتصاد پوهنځي کې بانکي او مالي څانګه (۱۴۰۰)
- اقتصاد پوهنځي کې د مارکېټنګ څانګه (۱۴۰۰)
- اقتصاد پوهنځي کې منجمینټ څانګه (۱۴۰۰)
- Multi-Midia څانګه (۱۴۰۱)
- Mobile Application څانګه (۱۴۰۱)
- ښوونې او روزنې پوهنځي کې ښونیزه اداره (۱۴۰۱)
- کرنې پوهنځی کې د حیواني محصولاتو تکنالوژۍ څانګه (۱۴۰۱)
- کرنې پوهنځي کې داګری بزنس څانګه (۱۴۰۲)
- شرعياتو پوهنځي کې اصول فقه څانګه (۱۴۰۲)
- Cyber Security څانګه (۱۴۰۲)
c. د شپې نویو پروګرامونو ایجادول
- کمپیوټر ساینس پوهنځي کې(معلوماتی تګنالوژی، سافتویر انجینرینګ څانګه(۱۳۹۹)
- کرنی پوهنځي کې(ځنګلات او اګرانومی څانګې)(۱۳۹۹)
- ښوونې او روزنې پوهنځی(کېمیا، بېولوژی، ریاضی، فزیک، انګلیسي تاریخ او جغرافیه څانګی((۱۳۹۹)
- اقتصاد پوهنځي کې(منیجمنټ او اداره)(۱۴۰۰)
- شرعیاتو پوهنځي کې(فقه قانون اواسلامي تعلیمات)څانګې(۱۴۰۰)
- کرنې پوهنځي (حیوانې علومو اوکرنیز اقتصاد او توسعه څانګې) (۱۴۰۰)
d. دماسترۍ دپروګرامونو ایجادول
- په شرعیاتو پوهنځي کې دماسترۍ پروګرام ایجاد )۱۴۰۲)
- په ښوونې او روزنې پوهنځي کې دماسترۍ پروګرام ایجاد (۱۴۰۲)
- کرنې پوهنځي کې دماسترۍ پروګرام ایجاد (۱۴۰۲)
- دعلمي اواداري کارکوونکيو دظرفیت لوړونې، دمحصلانو دسویې دپورته کولو اومعیاري خدمتونو دوړاندي کولو لپاره دپوهنتون رهبري لاندې فعالیتونه په نظر کې لري.
- د بورسیو لاسته راوړل.
- د ښوونیزو ورکشاپونو او ټرینینګونو دایرول.
- د معلوماتي ټکنالوژۍ سرچېنې تشخیص او کارول.
- د هرپوهنځي لپاره د ویپ پاڼې نوي کول.
- د مجلې تاسیسول.
- د معیاري کتابتون جوړول.
- د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو څخه د استادانو(Visiting Professors)رابلل.
- د علمي څېړنو پراختیا.
- د اقليمي تغیراتو او طبیعي پېښو د څېړنيز مرکزایجاد
- د سیدجمال الدین افغاني تر سرلیک لاندې د فکري مرکز ایجاد.
- د ادبي، کلتوري بهیرونو ایجاد.
- علمي سفرونو پراختیا
- علمي نصاب دمارکیټ داړتیاووپه اساس عیارول
- سمپوزیمونو اونندارتونونو جوړول
۱.۶. په علمي کادر کې د وړ او مسلکي استادانو زیاتول
دا چې سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلابېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړو کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي :
- د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
- په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول.
- په کادر کې د شمولیت لپاره د رڼې پروسې رامنځته کول.
- د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول.
- د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل.
- د پوهنتون د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او وړتیاوو یې پوره ګټه اخېستل.
۲.۶. د کادري غړو ظرفیت لوړول
د پوهنتونونو او علمي موسساتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د اړونده ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د موخو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچېنې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکيو پېنځو کلونو کې ترسره کړي :
- د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
- پوهنتوني پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونو برابرول.
- د پوهنتون د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه.
- د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کېدو په اړه د اداري پرسونل روزل.
- د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنتون په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول.
- د پوهنځيو رئیسان او د مختلفو څانګو مشرانو د غوره او پياوړې پوهنتوني اداري ستراتيژۍ
طرحه کولو لپاره رهبري کول.
- اداري مديران په هغه مهارتونو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
- په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
- پوهنتوني تدريسي غړيو ته د اروا پوهنې او پیداګوژۍ نویو لارو چارو په اړه روزنه ورکول او هم د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول.
- د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلېرې واټن د زده کړو لپاره اسانتياوو برابرول.
- پوهو او وړ استادانو له پاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو عملي کولو اسانتياوو برابرول.
۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه
په نړۍ واله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو په واسطه پوهنتونونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په پايله کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي. بناً سیدجمال الدین افغاني پوهنتون هم په راتلونکېوپېنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي.
- د پوهنتون، پوهنځیو او څانګو په کچه د څېړنو یو موثر مېکانیزم رامنځته کول.
- دنړيوالو پوهنتونونو سره اړيکو ټينګول او د څېړنیزو پروګرامونو پرمخ بېولو له پاره د مرستو جلبول.
- د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بوديجې او امکاناتو برابرول.
- د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول.
- د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصلانو روزل.
- د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هېوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنیزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
- دعلمي څېړنودتاثیراتو، موثریت اومفدیت له پاره داړونده ادارو سره تفاهم لیکونو لاسليکول.
- دعلمي څېړنو دایجاد په منظوردنوروپوهنتونوسره داستادانو تبادله اومشترکې هلې ځلې.
۴.۶. د کېفیت تضمین او اعتبار ورکونه
پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدمتونو د ښه باور ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي. نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکوونکېو ادارو لخوا دبېا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمتونه د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والي سبب ګرځي. سیدجمال الدین افغاني پوهنتون په راتلونکيو پېنځو کلونو کې د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کېفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي.
- په ملي او بېن المللي کچه د پوهنتون د خدماتو کېفیت او درجې لوړول.
- د کېفیت د تضمين او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول.
- په ټولنه کې د پوهنتون د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنيزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخېستل.
- محصلانو، اداري او علمي کادر غړیو ته کېفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول.
- د ملي او بين المللي تضمینوونکيو ادارو څخه د کېفیت د تضمین او اعتبار لاس ته راوړل.
- د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول.
- د کېفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره همغږي.
- په پوهنتون کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول.
- د پوهنتون د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو پوهنځیو او څانګو سره همغږي.
- د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول.
- په زده کړو کې د تدريس د نويو مېتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول.
۵.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی
نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو مېتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدريس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پایله به يې د اړوند پوهنتون د لوړې درجې او باور تر لاس کول وي. سیدجمال الدین افغاني پوهنتون په راتلونکو پېنځو کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي :
- په پوهنځیو کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول.
- د نصاب او درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم کمېټې چارو ته پراختيا ورکول.
- د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول.
- د پوهنتون د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په دننه او له هېواد څخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول.
- د درسي موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول په دې برخه کې د هغوی هڅونه.
- دنویو تالیف شوو کتابونو، ترجمه اودمحصلانو په واک کې ورکول.
- ددرسي موادوتهیه کول چې عملي بڼه ولري اوشته ستونزوته ځواب ويونکي وي.
۶..۶. معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی
دا چې په نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب، د اړیکو په ټینګولو، ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په بشپړه اندازه خپلې چارې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ پیاوړي کړي. پوهنتون هم معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکتیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي.
- د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا.
- سوپر وای فای(WiFi)ته پراختیا ورکول.
- په ټولو اداري دفترونو کې ډېجیټل ټیلیفوني اسانتیاوې رامنځته کول.
- د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا ورکول.
- د پوهنتون اړوند ټول پوهنځي او ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ په واسطه نښلول.
- د معلوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول.
- انلاین نړۍوال ډیجیټل کتابتونونو ته د استادانو او محصلانو لاس رسي.
- محتلفو انلاین ژورنالونوته د استادانو اومحصلانو لاس رسی.
- دلویو سکرینونو، سافټویرونو او(IT)وسایلو تهیه کول اود عصري تکنالوژۍ سره اشنايي.
۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی
زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د پوهنتونونو لخوا وړاندې کېږي. عام وګړي د لېسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي. سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلابېلو برخو او وختونو(سهار او له وخته وروسته)کې پرمخ بېايي. لوړو زده کړو ته په رڼه توګه د لاسرسي په موخه پوهنتون په راتلونکيو پېنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي.
- د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونو ته د محصلانو ورپېژندل.
- د لوړو زده کړو د ارزښت په اړه عامو وګړيو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز معالومات وړاندې کول
- د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول.
- له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول.
۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی
هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي. د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم په دې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. سیدجمال الدین افغاني پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو کې(سهار او له وخته وروسته)پرمخ بېايي. لوړو زده کړو ته په رڼه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنتون په راتلونکو پېنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي.
- خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول.
- عامو وګړيو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معالومات ورکول.
- په پوهنتون کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول.
- د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول.
- محصلانو ته تحصیلی بورسونو او فیلوشپونو برابرول.
- ښځینه محصلانو ته ځانګړی امتیاز ورکول.
- داختصاصي محصلانو ته دپوهنتون په شاملېدو کې سهولت برابرول لکه د تنزیل ختمول او نور.
۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه و پراخه لاسرسی
دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکېلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بيٍايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه و ونډه د نارینه و په څېر په پام کې نیول شوې. سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لوړو زده کړو ته د ښځینه و د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي.
- ښځینه محصلانو ته د پوهنتون په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
- ښځینه لیلیه او ټرانسپورت اسانتیاوو ته وده ورکول.
- د شرایطو په پام کې نیولو سره، ښځینه زده کړیالانو ته د ځانګړو ټولګیو جوړول.
- د جنډر برابروالی په نظر کې نیول.
- دښځینه محصلانو دزیاتوالی په خاطردپراخه عامه پوهاوی پروګرامونو په کاراچول.
- په علمي کادرکې ښځوته حق اولیت ورکول اوجذبول.
۳.۷. د کریډیټ سېستم پیاوړتیا او پلي کول
د نړۍ ډېرۍ پوهنتونونه د کرېډیټ سېستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنیز پروګرامونه پر مخ بيايي او له دې لارې محصلانوته د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلان وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنتون د کریډیټ سېستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري.
- د کریډیټ سېستم د اغېزمنتیا په اړه محصلانو ته معلومات ورکول.
- په اړوندو پوهنځیو کې د کرېډیټ سېستم عملي کېدو څارل.
- د علمي کادر ټولو غړیو ته د کریډیټ سېستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پیلول.
- د پایلو پر بنسټ د زده کړو په پایله کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول.
- د کرېډیټ لایحې پر بنسټ د عملي زده کړو پیاوړي کول.
- کرېډیټ سېستم په ښه بڼه د پلي کېدو په اړه تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول.
- د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نومرو درجه بندي د سلنۍ تر څنګ د GPA په
سېستم برابرول.
- د اجباري، اختیاري اوغیرکریدیتې مضامینو په نصاب کې ځای پر ځای کول.
۴.۷. د محصلانو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا
پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلانو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلان وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصلانوپام او رضایت خپل کړي. د خدمتونو او سهولتونو پر وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یوه پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنتون د غوره خدمتونو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي :
- سپورتي اسانتیاوې برابرول.
- محصلانو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول.
- د وېبسایټ له لارې محصلانو ته پوره معلومات په واک کې ورکول.
- په لیلیه کې د محصلانو د ښې روغتیا په موخه د څارنې پلاوی ټاکل.
- محصلانو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی.
- د محصلانو وړاندیزونو او شکایاتو نو ته لاسرسی.
- د پوهنتون د امکاناتو په پام کې نیولو سره محصلانو(ښځینه او نارینه)لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول.
- د محصلانو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني سهولتونو ته پراختیا ورکول.
- په نړیوالو علمي سیالیو کې محصلانو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول.
- په پوهنځیو او څانګو کې د اړوندو لابراتوارونو کېفیت او خدمتونو ته پراختیا ورکول.
- محصلانو ته سیاحتی او علمی پروګرامونه جوړول.
- محصلانو ته د نیټ سهولت برابرول.
- محصلانو ته علمی سیمینارونه برابرول.
۸. بېخبناوې
پوهنتونونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونو ترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه بېخبناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او بېخبنایې پروژې پلي کړي چې په پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېلو پروګرامونو د تطبېق وړتیا ولري. پوهنتون د بېخبناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکيو پېنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي.
جدول(۱)پوهنتون بیخبیناوی
ګنه |
د ودانۍ نوم |
۱ |
د شرعیاتو پوهنځي اداري او تدریسي ودانۍ |
۲ |
د کمپیوترساینس پوهنځي اداري او تدریسي ودانۍ |
۳ |
د اقتصادپوهنځي اداري او تدریسي ودانۍ |
۴ |
د چمنونو او ګلدانونو جوړول |
۵ |
د مرکزي کتابتون او خاموش خونه جوړول. |
۶ |
د حقوقو پوهنځي لپاره اداري او تدریسي ودانۍ |
۷ |
د انجینرۍ پوهنځي لپاره اداري او تدریسي ودانۍ |
۸ |
د تمثیلي محکمې ودانۍ |
۹ |
د کرنی پوهنځي تحقیقاتې فارم اولابراتوارونه |
۱۰ |
د ښوني او روزني پوهنځي لابراتوار |
۱۱ |
د کمپیوترساینس پوهنځي لابراتوار |
۱۲ |
د لمریزو څراغو نو لګول |
۱۳ |
د سټډیوم جوړول |
۱۴ |
د ایډوټوریم جوړول |
۱۵ |
د کنفرانسونو د تالار ودانۍ چې د زرو کسانو د ځای کولو وړتیاولري |
۱۶ |
د اوبوزېرمه، د دوه ژورو څاګانو کېندل |
۱۷ |
دنارینه محصلانود لیلیې لپاره څلور پوړیزه څلور بلاکه وداني چې(۲۰۰۰)بستره ولري جوړول |
۱۸ |
د اداري پرسونل لپاره د استوګن ځایونوجوړول |
۱۹ |
د علمي څېړنو د مرکز وداني |
۲۰ |
د نشراتو وداني |
۲۱ |
دا ستادانو د استوګنځي دوه څلور پوړیز اپارتمانونه چې د سلو کورنيو دځای کولو وړتیا ولري |
۲۲ |
د پوهنتون سرسبزي او پارکونه |
۲۳ |
د انجونو دلیلیې وداني |
۲۴ |
د معلوماتي تکنالوژۍ او د معلوماتي اداري سېستم د ودانۍ جوړول |
۲۵ |
روغتيايي کلینیک |
۲۶ |
لوی جومات |
۲۷ |
د نویو ابادیو په ډیزاین کې د انټرنیټي خدمتونو نظر کې نیول. |
۲۸ |
په نویو تعمیراتو کې د معیوبېنو سهولتونه په نظر کې نیول. |
۲۹ |
د تاریخي اثارو لپاره موزیم |
۳۰ |
د پوهنتون په داخل کې سرکونه جوړول |
۳۱ |
کثافت دانۍ لګول |
۳۲ |
پاکو اوبو ته دلاس رسي زمینه برابرول |
۳۳ |
امنیتي پوستې ډېرول |
۳۴ |
د ازموینو داخېستلو لپاره ځانګړی ځای جوړول |
۳۵ |
ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره دویم تعمیر جوړول |
۳۶ |
د ارواني او ټولنیزو مشورو د مرکز جوړول |
۳۷ |
دټولو زیربناوو لپاره دبرق تهیه کول |
۱.۸. د ښوونیزو ودانیو رغونه
د کرنې، ښوونې او روزنې پوهنځیو د تدریسي او اداري ودانیواودغونډو دتالار رغونه.
۹. SWOT تحلیل
ستراتېژیک پلانونه د پوهنتونونو ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخو ته رسېدل تر هغې شونې نه دي چې پوهنتون په خپله د پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او ګواښونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور وکړي.
د دې لپاره چې پوهنتون د پورته ذکر شویو ټکيو په اړه پوره معلومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکيو پېنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زېرمې په هر اړخیزه توګه وارزوي چې په پایله کې د راتلونکېو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو لپاره بشپړ پلان ولري. پوهنتون باید دیادې موخې دلاسته راوړلو لپاره د SWOTتحلیل ترسره کړي.
جدول(۲)دتحلیل لپاره استعمالیدونکې لاملونه :
د پیاوړتیا ټکي |
|
کمزورتیا ټکي |
|
فرصتونه |
|
ګواښونه |
|
جدول(۳)د پوهنتون لپاره دسواټ تحلیل
|
S |
W |
داخلي او خارجي لاملونه |
|
|
O د تحصصي انسانی ځواک زیاتوالی . د علمي او اداری ظرفیتونو د لوړولوپه هکله د ملي نړیوالو تحصیلی بورسونو شتون. د علمي برنامو څخه د لوړوزده کړو د وزارت او ولایتي ادارې ملاتړ. د لوړو زده کړو سره د ځوان نسل لېوالتیا. د لوړو زده کړوڅخه د ټولنيز او فرهنګي حمایت شتون. د فارغ التحصیل محصلانوټولنيزې اوکلتوري اسانتیاوې. له ځېنو علمي ،ملي او نړیوالو ادارو سره اړیکو درلودل. علمي مېتوديکو او اداري مهارتونو دپراختیا لپاره د پروګرامونو شتوالی. دسپینږیرو،علماوو،مدني ټولنو او تجارانو مادي او معنوي ملاتړ شتون. د محصلانو لپاره په دولتي او سوداګرۍ کې عملي زرده کړو پروګرامونو شتوالي. ۱۱. د پوهنتون په داخل کې د ښه امنیت شتون. |
SO ۱. ۳ S په واسطه د ۱Oڅخه استفاده. ۲. ۱Sپر اساس۲O او ۳O څخه استفاده. ۳. ۸S،۷S،۶S څخه په واسطه ۴O،۳O څخه استفاده. ۴. ۹S پر اساس د ۵O څخه استفاده. ۵. ۱۰S،۶ S پر اساس د۶O څخه استفاده. ۶. ۹S پر اساس د ۷O څخه استفاده. ۷. ۵S،۴S،۳S،۲S،۱ S پراساسد۸O څخه استفاده. ۸. ۹S پر اساس ۱۰O څخه استفاده. ۹. ۲S پر اساس د۱۱O څخه استفاده. |
WO ۱. ۱Oڅخه په استفادی۷W،۴W،۱W، کمزورو نقطو له منځه وړل. ۲. ۳O،۲O څخه په استفاده ۶W،۵W،۴W،۳W،۲W کمزورو ټکېو له منځه وړل. ۳. ۵O څخه په استفاده ۱۱W کمزورو نقطو له منځه وړل. ۴. ۶O څخه په استفاده۴W کمزورو نقطو له منخه وړل. ۵. ۹O،۷O څخه په استفاده۶W،۵W،۳W کمزورو نقطو له منځه وړل.
|
T
|
ST ۱. ۵S،۱S په واسطه۲T،۱T له منځه وړل. ۲. ۱۱S،۷S په واسطه د۳T له منځه وړل. ۳. ۹S،۵S،۱S په واسطه د۵T،۵T له منځه وړل. ۴. ۱۰S،۸S په واسطه د۶T له منځه وړل. ۵. ۹S، ۵S، ۱S په واسطه د ۷T له منځه وړل. ۶. ۹S،۲S،۱S په واسطه د ۹T،۱T له منځه وړل. ۷. ۸S،۳S په واسطه د ۱۰T له منځه وړل.
|
WT ۱. دw1په له منځه وړلو سره د ۶T مخه نیول. ۲. ۵W،۴W،۲W په رفع کولو سره د۱۰T،۳T مخه نیول. ۳. ۶W په له منځه وړلو سره د ۸T مخه نیول. ۴. ۱۱W په له منځه وړلو سره د ۹T مخه نیول.
|
جدول (۴) دداخلي عواملو دتحلیل څخه ترلاسه شوې نمری |
||||
حاصل ضرب |
امتیازوزنی |
ضریب وزنی |
معیار |
کڼه |
۰.۴ |
۴ |
۰.۱ |
IS۱ |
۱ |
۰.۱۹۲ |
۳.۲ |
۰.۰۶ |
IS۲ |
۲ |
۰.۱۸ |
۳ |
۰.۰۶ |
IS۳ |
۳ |
۰.۰۶ |
۳ |
۰.۰۲ |
IS۴ |
۴ |
۰.۲۸ |
۴ |
۰.۰۷ |
IS۵ |
۵ |
۰.۱۶ |
۴ |
۰.۰۴ |
IS۶ |
۶ |
۰.۱۷۵ |
۳.۵ |
۰.۰۵ |
IS۷ |
۷ |
۰.۱۵ |
۳ |
۰.۰۵ |
IS۸ |
۸ |
۰.۱۲ |
۳ |
۰.۰۴ |
IS۹ |
۹ |
۰.۰۱ |
۳ |
۰.۰۳ |
IS۱۰ |
۱۰ |
۰.۱۰۵ |
۳.۵ |
۰.۰۳ |
IS۱۱ |
۱۱ |
ضعیفه نقطو نمری |
||||
۰.۱۴۴ |
۳.۶ |
۰.۰۴ |
IS۱۲ |
۱۲ |
۰.۰۶ |
۱ |
۰.۰۶ |
IW۱ |
۱۳ |
۰.۰۵ |
۱ |
۰.۰۵ |
IW۲ |
۱۴ |
۰.۰۷۵ |
۱.۵ |
۰.۰۵ |
IW۳ |
۱۵ |
۰.۰۲۶ |
۱.۳ |
۰.۰۲ |
IW۴ |
۱۶ |
۰.۰۴ |
۱ |
۰.۰۴ |
IW۵ |
۱۷ |
۰.۰۳۶ |
۱.۲ |
۰.۰۳ |
IW۶ |
۱۸ |
۰.۰۴ |
۲ |
۰.۰۲ |
IW۷ |
۱۹ |
۰.۰۴ |
۲ |
۰.۰۲ |
IW۸ |
۲۰ |
۰.۰۷۵ |
۱.۵ |
۰.۰۵ |
IW۹ |
۲۱ |
۰.۰۳۴ |
۱.۷ |
۰.۰۲ |
IW۱۰ |
۲۲ |
۰.۰۳ |
۱.۵ |
۰.۰۲ |
IW۱۱ |
۲۳ |
۰.۰۴۵ |
۱.۵ |
۰.۰۳ |
IW۱۲ |
۲۴ |
۲.۶۰۷ |
|
۱ |
|
|
جدول (۵) دخارجی فکتورنودتحلیل نمری |
||||
حاصل ضرب |
نمری وزني |
ضریب وزني |
معیار |
ګڼه |
۰.۲۸ |
۳.۵ |
۰.۰۸ |
EO۱ |
۱ |
۰.۲۴ |
۴ |
۰.۰۶ |
EO۲ |
۲ |
۰.۱۹۸ |
۳.۳ |
۰.۰۶ |
EO۳ |
۳ |
۰.۱۶ |
۴ |
۰.۰۴ |
EO۴ |
۴ |
۰.۱۶ |
۴ |
۰.۰۴ |
EO۵ |
۵ |
۰.۱۲ |
۳ |
۰.۰۴ |
EO۶ |
۶ |
۰.۰۹۶ |
۳.۲ |
۰.۰۳ |
EO۷ |
۷ |
۰.۱۳۲ |
۳.۳ |
۰.۰۴ |
EO۸ |
۸ |
۰.۱۶ |
۴ |
۰.۰۴ |
EO۹ |
۹ |
۰.۱۵ |
۳ |
۰.۰۵ |
EO۱۰ |
۱۰ |
۰.۲۴ |
۴ |
۰.۰۶ |
EO۱۱ |
۱۱ |
دخارجي محیط دخطراتو نمری |
||||
۰.۰۵ |
۱ |
۰.۰۵ |
ET۱ |
۱۲ |
۰.۰۶ |
۱ |
۰.۰۶ |
ET۲ |
۱۳ |
۰.۰۶ |
۲ |
۰.۰۳ |
ET۳ |
۱۴ |
۰.۰۶ |
۱.۵ |
۰.۰۴ |
ET۴ |
۱۵ |
۰.۰۷۵ |
۱.۵ |
۰.۰۵ |
ET۵ |
۱۶ |
۰.۰۶ |
۲ |
۰.۰۳ |
ET۶ |
۱۷ |
۰.۰۶ |
۲ |
۰.۰۳ |
ET۷ |
۱۸ |
۰.۱۰۵ |
۱.۵ |
۰.۰۷ |
ET۸ |
۱۹ |
۰.۰۴ |
۲ |
۰.۰۲ |
ET۹ |
۲۰ |
۰.۰۴۵ |
۱.۸ |
۰.۰۳ |
ET۱۰ |
۲۱ |
۰.۰۵ |
۱ |
۰.۰۵ |
ET۱۱ |
۲۲ |
۲.۶۱ |
|
۱ |
|
|
دداخلي اوخارجي محیطي عواملو پرتله
دIE دروش څخه په استفاده د داخلي اوخارجي فکتورونو دارزیابۍ نمري په عمودي اواوفقي قطارونوکې ځای پر ځای کېږي چې له دې څخه په استفادې دپوهنتون لپاره مناسبه ستراتېژي جوړېږي.
جدول(۶)دداخلی اوخارجي عواملو دپرتله کولو ماتريکس
داخلي عواملو ارزیابۍ اخرې نومرې |
د خارجي لاملونو د ارزونې وروستۍ نومرې |
|||
1 2 3 4 |
4 3 2 1 |
|||
I |
II |
III |
||
VII |
V |
VI |
||
IIX
|
IV
|
IX
|
دپورتني ماتریکس څخه دې پایلې ته رسېږو، چې دسید جمال الدین افغاني پوهنتون لپاره د حفظ اوثبات له ستراتېژۍ څخه استفاده کېږي.
۱۰. د پوهنتون موخې
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ستراتیژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته د رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنتون د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنتون پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکيو پېنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي :
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کول.
- د پوهنتون د علمي کادر غړیو ته علمي او اکاډمیک ظرفیت لوړول.
- د ټولنې د اړتیاو په نظر کې نیولو سره داسې تحصیلي نصاب او کریکولم جوړول چې په سیمه ييزه کچه او د اوسني عصر غوښتنو ته ځواب ورکوونکي وي.
- علمي څېړنو مرکز، شپو برنامو او د اوسني وخت د غوښتنې سره سم د نویو پوهنځیو او څانګو ایجادول.
- د پوهنتون د بېخبناوو او ودانیو پراختیا او جوړول.
- د علمي زده کړو لپاره تدریسي او څېړنیزو لابراتوارونو پراختیا رامینخته کول.
- د برېښنايي زده کړو لپاره زمینه برابرول.
- د هېواد په داخل کې لږ تر لږه د(۶)پوهنتونونو او(۱۵)نورو دولتي ادارو سره تفاهم لیکونو لاسلیکول. ددې ترڅنګ د پېنځو کلونو په اوږدو کې د درېیو نړیوالو پوهنتونونو سره تفاهم لیکونه لاسليکول.
- محصلانو ته د ښې زده کړی دچاپیریال برابرول او همدارنګه د لیلیې د سهولتونو برابرول.
- د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړول او د اداری سېستم په نوی ټکنالوژۍ سمبالول.
- د پوهنتون کېفیت د تضمین په موخه معیارونو په رڼا کې د کېفیت تضمین فعالیتونه او اسانتیاوو ته پراختيا ورکول.
- د فعالې زده کړې په رڼاکې په نظري او تطبېقي ډول د پراجکټور او لابراتوار او نورو الکترونیکي وسایلو پر مټ د باکېفیت تدریس وړاندې کول.
- په چارو کې د شفافیت لپاره ډیټابېس او تدارکاتو پیاوړی نظام جوړول.
- د اسلامي، ملي ارزښتونو ساتنه، پالنه اود هغو مطابق عادلانه خدمتونو بې له توپیره يو ډول په واک کې ورکول.
- د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره پروګرامونه برابرول.
- د اړتیاوو له مخې د تشکيل پراختیا.
د پېنځو کلونو لپاره د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د تحقیقاتو،علمی پروګرامونو او ظرفیت لوړونې لپاره اټکل شوې بودیجه.
جدول(۷)دتحقیقاتو، علمی پروګرامونو اوظرفیت لوړونی پلان
ټول اټکل شوی لګښت |
دیوتن اټکلیز لګښت |
ټول |
کلونه |
موارد |
|||||
۱۴۰۲ |
۱۴۰۱ |
۱۴۰۰ |
۱۳۹۹ |
۱۳۹۸ |
|||||
۱۵۵۰۰۰۰۰ |
۵۰۰۰۰۰ |
۳۱ |
۸ |
۸ |
۷ |
۵ |
۳ |
ګروپي پروژې |
تحقیقات |
۸۰۰۰۰۰۰ |
۲۵۰۰۰۰ |
۳۲ |
۸ |
۷ |
۷ |
۶ |
۴ |
فردي پروژې |
|
۱۹۸۰۰۰۰۰ |
۶۰۰۰۰۰ |
۳۳ |
۵ |
۶ |
۶ |
۸ |
۸ |
ماستري |
علمي پروګرام |
۳۶۰۰۰۰۰۰ |
۹۰۰۰۰۰ |
۴۰ |
۱۲ |
۱۰ |
۸ |
۶ |
۴ |
دوکتورا |
|
۷۹۹۰۰۰۰ |
۱۷۰۰۰۰ |
۴۷ |
۱۳ |
۱۰ |
۱۰ |
۸ |
۶ |
بهرنيو ټرینینګونو ته دکسانو معرفۍ شمېر |
ظرفیت لوړونه |
۲۷۹۰۰۰۰ |
۳۰۰۰۰ |
۹۳ |
۲۲ |
۲۰ |
۱۸ |
۱۸ |
۱۵ |
داخلي ټرینینګونو ته دکسانومعرفي کولو شمېر |
|
۹۰۰۸۰۰۰۰ |
ټول لګښت |
11 . بودیجه:
جدول (۸) د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون (۵) کلن بودجوي پلان (۱۳۹۸-۱۴۰۲
کتنې |
د پلي کېدو ځای |
ټول |
بوديجوي کال |
باب |
ګنه |
|||||
|
|
۱۴۰۲ |
۱۴۰۱ |
۱۴۰۰ |
۱۳۹۹ |
۱۳۹۸ |
|
|
||
|
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
۴۱۰۰۱۶۸۰۰ |
۱۰۵۰۰۰۰۰۰ |
۱۰۰۰۰۰۰۰۰ |
۶۷۲۱۶۰۰۰ |
۸۲۸۰۰۸۰۰ |
۶۵۰۰۰۰۰۰ |
۲۱۰ |
۱ |
|
|
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
۲۳۴۹۵۰۰۰۰ |
۶۲۰۰۰۰۰۰ |
۵۱۰۰۰۰۰۰ |
۴۶۰۰۰۰۰۰ |
۴۰۰۰۰۰۰۰ |
۳۵۹۵۰۰۰۰ |
۲۲۰ |
۲ |
|
|
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
۴۲۰۲۶۴۴۰۰ |
۹۴۵۸۶۰۰۰ |
۹۰۰۰۰۰۰۰ |
۸۵۶۷۸۴۰۰ |
۸۰۰۰۰۰۰۰ |
۷۰۰۰۰۰۰۰ |
۲۲۲ |
۳ |
|
|
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
۲۵۶۰۰۰۰۰ |
۶۵۰۰۰۰۰ |
۵۷۰۰۰۰۰ |
۵۰۰۰۰۰۰ |
۴۴۰۰۰۰۰ |
۴۰۰۰۰۰۰ |
۲۲۴ |
۴ |
|
|
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
۲۳۵۰۰۰۰ |
۷۵۰۰۰۰ |
۷۰۰۰۰۰ |
۵۰۰۰۰۰ |
۳۰۰۰۰۰ |
۱۰۰۰۰۰ |
۲۲۵ |
۵ |
|
|
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
۳۵۰۲۰۰۰۰ |
۱۵۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۲۶۰۰۰۰۰ |
۶۰۲۰۰۰۰۰ |
۴۵۰۰۰۰۰۰ |
۳۷۴۰۰۰۰۰ |
۲۵۰ |
۶ |
|
|
|
۱۱۲۸۰۱۲۰۰ |
۲۸۳۸۳۶۰۰۰ |
۴۴۰۰۰۰۰۰۰ |
۲۶۴۵۹۴۴۰۰ |
۲۴۲۵۰۰۸۰۰ |
۲۱۲۴۵۰۰۰۰ |
ټول |
||
۱:ـ په باب (210) معاشاتو کې یوازې ددې پوهنتون د استادانو ، مامورینو او اجیرانو معاشونه ، همداراز د هغه مامورینو چې د خپل وخت څخه زیات اضافه کار کوی د دوی لپاره اضافه کاري ، کانکور حق الزحمه او هغه استادان چې د پوهنځو ریاستونو لخوا ورسره د تدريس په موخه قرارداد شوی وي د هغوی حق الرحمه اجراء کېږي.
۲:ـ په باب (225) عام المنفعه کود کې د پوهنتون محترم رئیس صاحب ، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال ، مالي او اداري چارو مرستیال او د پېنځو پوهنځيو محترمو رئیسانو لپاره کریدیت کارت ، مراسلات پستی ، ښاروالۍ محصولات او همدارنګه انټرنیټ لګښتونه په نظر کې نیول شوي دي .
۳:ـ په باب (222) بدل اعاشه کود څخه محصلانوته بدل اعاشه او هم لیلیه محصلانو ته درې وخته د ګرمې اعاشې لګښتونه په نظر کې نیول شوي دي.
۳: په باب(220) د کرايې سفریې،ژمنې اوبلن ګاز،قرطاسیه باب،کمپيوټر باب ،مفروشات،فرنیچر باب،د موټرو او جنراتورونو لپاره د روغنیاتو او د هغې اړونده ملحقاتو لګښتونه په نظر کې نېول شوي دي.
۴:په باب(224)د موټرو،جنراتورونو او ودانیو ترمیماتي لګښتونه په نظر کې نیول شوي دي.
12 .مالي پلان:
جدول(۹) دسیدجمال الدین افغاني پوهنتون ستراتیژیک پلان لپاره کاري او مالي پلان جدول
لومړیتوب
|
د پلي کېدو ځای |
حالت |
د بسپنې سرچېنه |
د پای کال |
د پیل کال |
په افغانو اټکل شوی لګښت |
د پروژې نوم |
ګڼه |
لومړی |
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
د وړاندوینې ورکوونکيو په لټون کې |
د وزارت پراختيايي بوديجه |
۱۴۰۰ |
1399 |
۸۰۰۰۰۰۰۰ |
دکمپیوټر ساینس پوهنځي ودانۍ |
1 |
لومړی |
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
د وړاندوینې ورکوونکيو په لټون کې |
د وزارت پراختيايي بوديجه |
۱۴۰۰ |
1399 |
۸۰۰۰۰۰۰۰ |
شرعیاتو پوهنخي ودانۍ |
2 |
لومړی |
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
د وړاندوینې ورکوونکيو په لټون کې |
د وزارت پراختيايي بوديجه |
۱۴۰۰ |
1399 |
۸۰۰۰۰۰۰۰ |
اقتصاد پوهنځي ودانۍ
|
3 |
لومړی |
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
د وړاندوینې ورکوونکيو په لټون کې |
د وزارت پراختيايي بوديجه |
1399 |
1399 |
7600000 |
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د یارګل بېلې او سالار باغ په ساحو کې د پیاده رونو او چمنونو پروژه . |
4 |
لومړی |
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
د وړاندوینې ورکوونکيو په لټون کې |
نړیول بانک(HEDP) |
1399 |
1399 |
20000000 |
د نجونو لیلیې kw 100برېښنا سېستم |
5 |
لومړی |
سیدجمال الدین افغاني پوهنتون |
د وړاندوینې ورکوونکيو په لټون کې |
د وزارت پراختيايي بوديجه |
۱۴۰۰ |
1399 |
۷۶۰۰۰۰۰ |
د لیلیېې د پخلنځي مجهزه ودانۍ په یارګل بېله کې |
6
|