سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اسلامي نظام اړتيا او ارزښت تر سرليک لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

sjau_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۳۶
sjau

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه چې اوسنی اسلامي نظام د الله جل جلاله ستر نعمت دی نو ملت بايد د دې لوی نعمت شکر ادا کړي.

نوموړي وويل دا چې پوهنتونونه بايد د اساسي دندو له مخې پر علمي او څېړنيزو موضوعاتو تحقيق وکړي نو دې اصل ته په پام به د داسې علمي کنفراسونو لړۍ جاري وساتو.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهنمل محمد سليم کريمزي(اسلامي نظام اړتيا او ارزښت)، پوهندوی محمد رحيم خاکسار(ا.ا.ا د بري پرمهال د هېواد امنيتي او ټولنيز حالت) او پوهندوی خان محمد خدرخېل(ا.ا.ا ښېګڼې او لاسته راوړنې)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل نورالحق حليمي له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۱:۲۴
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د اقتصاد او زراعت پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه

پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د اقتصاد او زراعت پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۳۷
Background image

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصليونو ته د ديني او اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د پنځلس ورځنۍ تربیتي دورې درسونه لا هم روان دي

د ياد پوهنتون او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې محصليونو ته د پيل شوې پنځلس ورځنۍ تربیتي دورې تدريس چې د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري پلان شوی نن د پنځمې ورځې لپاره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي - څېړنيزې مجلې(اند) د چاپ شويو گڼو د ارزونې په موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي کونړ ولايت ته سفر وکړ

په پيل کې راغلي پلاوي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له مشرتابه سره وليدل، د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب هغوی ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنتون د هر اړخيز پرمختگ په برخه کې يې. . .

BACK TO NEWS