پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال په مشرۍ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۶:۲۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې غړو پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ ناسته وکړه.

په یاده کاري ناسته کې په تېرو ازموینو کې پر رامنځته شويو ستونزو او حل لارو او همداراز د راتلونکې ازموینې د روڼتیا او لا معياري کېدو لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د محصلانو چارو مرستيال د ازموینو د عمومي کمېټې غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو له امله ستاينه او مننه وکړه چې له کبله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوې دي. نوموړي همداراز د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د اصولو او مقرراتو سره سم دې د راتلونکو ازموینو له پروسې څخه جدي څارنه وکړي.

د ازموینو عمومي کمېټې غړو د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په منظمه توگه به د ازموینو د اخیستلو له بهیر څخه څارنه وکړي او له اصولو سره سم به ازموینې واخلي.

یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېد

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پوهنتونونو د هر اړخيزې ارزونې او کيفيت سنجونې د پايلو له مخې، سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د خپلې هوښيارې او لرليد لرونکې رهبرۍ، ژمن او هڅاند اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

BACK TO NEWS