پوهنتون کې جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست غونډو لړۍ پيل شوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۴۳
SJAU

د يادې لړۍ په پيل کې نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه کړه، چې په کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د شرعياتو پوهنځي رييس، د دعوت او ارشاد آمر، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د ويناوو په لړ کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور او د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف؛ جديدالشمول محصلينو ته د لازمو توصيو او لارښوونو سربېره د علم پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې. ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل سيدرضاءالله جلالي د پوهنتوني چاپېریال، د پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه چمتو کړي معلومات وړاندې کړل.

د يادونې ده چې د دې پوهنتون اړوند نور پوهنځي به هم له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتوني چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډې دايرې کړي. هېره دې نه وي چې په سږ کال کانکور ازموينه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند پنځه‌گونو پوهنځيو ته نږدې(۱۰۷۰) تنه محصلين بريالي شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS