پوهنتون کې جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست غونډو لړۍ پيل شوه

Abdullah Saeed
Sun, Aug 24 2025 1:43 PM
SJAU

د يادې لړۍ په پيل کې نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه کړه، چې په کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د شرعياتو پوهنځي رييس، د دعوت او ارشاد آمر، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د ويناوو په لړ کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور او د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف؛ جديدالشمول محصلينو ته د لازمو توصيو او لارښوونو سربېره د علم پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې. ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل سيدرضاءالله جلالي د پوهنتوني چاپېریال، د پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه چمتو کړي معلومات وړاندې کړل.

د يادونې ده چې د دې پوهنتون اړوند نور پوهنځي به هم له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتوني چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډې دايرې کړي. هېره دې نه وي چې په سږ کال کانکور ازموينه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند پنځهگونو پوهنځيو ته نږدې(۱۰۷۰) تنه محصلين بريالي شوي دي.

Latest news

Thu, Dec 18 2025 2:15 PM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبري شورا پرېکړو پر بشپړ تطبيق ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، د لوړو. . .

Thu, Dec 18 2025 1:20 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريتونو د روانو چارو څارنه او ارزونه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د مالي او اداري چارو معاونیت اړوندو آمریتونو له کاري بهیر څخه څارنه او د چارو د لا چټکتیا په موخه هر اړخیزه ارزونه. . .

Thu, Dec 18 2025 12:08 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د اقتصاد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د اقتصاد پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې په اقتصادي برخه کې له اسلامي لارښوونو سره سم د پاليسيو پر. . .

BACK TO NEWS