د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د پوهنځيو د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۹
SJAU

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه د پوهنځيو رئيسانو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د تېر کال د فعالیتونو راپورونه او د راتلونکي کال لپاره تفصیلي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د يادو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د تېرو علمي او اداري فعاليتونو او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه خپل چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د راتلونکو پلانونو په برخه کې يې لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورسره شريکې کړې. نوموړي وويل، چې له دې چارې مو هدف د هر پوهنځي فعالیتونه له نږدې کتل دي، چې په گډه سره وکړای شو د کیفیت لوړوالي په برخه کې پر خپل وخت کوټلي گامونه واخلو.

ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د هر پوهنځي رئيس په خپل وار د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۶:۳۱
Background image

له اقتصاد پوهنځي۹۲ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له دوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي زده‌کړو وروسته په نهمه دوره کې(۹۲) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۴۴
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانگې محصلينو له لوري د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانگې۲۱ تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين. . .

BACK TO NEWS