د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د پوهنځيو د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

Abdullah Saeed
Sat, Jan 03 2026 3:09 PM
SJAU

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه د پوهنځيو رئيسانو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د تېر کال د فعالیتونو راپورونه او د راتلونکي کال لپاره تفصیلي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د يادو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د تېرو علمي او اداري فعاليتونو او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه خپل چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د راتلونکو پلانونو په برخه کې يې لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورسره شريکې کړې. نوموړي وويل، چې له دې چارې مو هدف د هر پوهنځي فعالیتونه له نږدې کتل دي، چې په گډه سره وکړای شو د کیفیت لوړوالي په برخه کې پر خپل وخت کوټلي گامونه واخلو.

ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د هر پوهنځي رئيس په خپل وار د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS