پوهنتون مشرتابه له لوري د کار په ملي کنفرانس کې گډونوال استادان وستايل شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په ترتيب شوي د(کار ملي کنفرانس) کې د پوهنتون په استازۍ گډونوال استادان نن ورځ د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستايل شول چې علمي مقالو يې د محتوا او شمېر له مخې د افغانستان په کچه دې پوهنتون ته د لومړي مقام وياړ وربخښلی ؤ.
په همدې مناسبت د ياد پوهنتون د څېړنو او مجلو معاونيت په نوښت او پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو عمومي کمېټې په هلوځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه پلاوي سربېره په کې د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.
غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن او نورو مشرانو په خپلو ويناوو کې د پوهنتون استادان وهڅول چې په راتلونکي کې تر دې ډېرې لاسته راوړنې او نوښتونه ولري او ياده غونډه استادانو ته د ستاينليکونو پر وېش او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.
د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادان په داخلي ملي او نړۍوالو کنفرانسونو کې دوامداره برخه اخلي او لوړو زدهکړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په تر سره شویو کنفرانسونو کې يې هم د پام وړ علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې دي چې ياد پوهنتون ته يې د پام وړ اعتبار وربخښلی دی.