پوهنتون کې د فکري پوهنې يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۲۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د فکري پوهنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په داير شوي سېمينار کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وينا کې د ښه راغلاست ترڅنگ په علمي بنسټونو کې د دا ډول سېمينارونو دايرول ډېر گټور وبلل او د ياد سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. نوموړي استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د راتلونکي نسل په سالمه روزنه کې خپل ورسپارل شوی مسؤليت په ښه شان سره اداء کړي او د محصلينو فکري بيدارۍ لپاره دې پوره هڅه وکړي. د پوهنتون رييس د غونډې برخه‌وال مخاطب کړل چې د غربي رسنيو زهرجنو تبليغاتو پر وړاندې دې کلکه مبازه وکړي.

ورپسې د کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي(نظام د مخالفينو د ناوړه تبليغاتو مخنيوی)، د پوهنتون استادانو: پوهندوی محمدرحيم خاکسار(د فکري او فرهنگي يرغل پر وړاندې مبارزه) او پوهنيار عبدالولي حميدي(له فکري او فرهنگي يرغلونو سره په مبارزه کې د استادانو، محصلينو او ځوانانو رول) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو تفصيلي ويناوې وکړې. ياد سېمينار د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS