پوهنتون کې جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست غونډو لړۍ پيل شوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۴۳
SJAU

د يادې لړۍ په پيل کې نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه کړه، چې په کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د شرعياتو پوهنځي رييس، د دعوت او ارشاد آمر، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د ويناوو په لړ کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور او د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف؛ جديدالشمول محصلينو ته د لازمو توصيو او لارښوونو سربېره د علم پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې. ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل سيدرضاءالله جلالي د پوهنتوني چاپېریال، د پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه چمتو کړي معلومات وړاندې کړل.

د يادونې ده چې د دې پوهنتون اړوند نور پوهنځي به هم له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتوني چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډې دايرې کړي. هېره دې نه وي چې په سږ کال کانکور ازموينه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند پنځهگونو پوهنځيو ته نږدې(۱۰۷۰) تنه محصلين بريالي شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۴۸
Background image

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د نيالگيو کېنولو کمپاين پيل شو

ياد کمپاين چې(طبيعت د نباتاتو په کېنولو سره وساتئ) تر شعار لاندې د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکات کې د چاپېريال ساتنې عمومي کمېټې او د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمريت اړوند د حفظ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريتونو او عمومي مديريتونو پيل شوې کلنۍ ارزونه پای ته ورسېده

یاده ارزونه د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې يې د ځانگړو چک‌لېستونو له مخې د ياد معاونيت اړوند آمريتونو او عمومي. . .

BACK TO NEWS