پوهنتون کې له محصلينو څخه د سيرت النبي ﷺ سيالۍ په پار ازموينه واخيستل شوه
یاده سیالي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځهگونو پوهنځیو شاوخوا(۲۸۰) تنو محصلینو په کې ازموینه ورکړه.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه د ليدنې پرمهال محصلینو ته د ازموینې د صحنې د نظم ساتلو او ممتحنو استادانو ته په شفاف ډول د ازموینې اخیستلو سپارښتنه وکړه.
