د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ليد لوری او رسالت

Abdullah Saeed
SJAU

ليد لوری:

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون غواړي چې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، له معاصرې تکنالوژۍ څخه په استفادې، د علمي څېړنو او معیاري تدریس پر مټ، په ملي کچه یو معتبر تحصیلي بنسټ واوسي.

رسالت:

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، له معاصرې تکنالوژۍ څخه په استفادې او د څېړنو، نظري او عملي تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو له لارې، د ټولنې ودې او پرمختګ لپاره متخصصین او علمي کادرونه روزي.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴
Background image

د برحاله محصلینو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خپلو ټولو گرانو محصلینو ته خبر ورکوي چې د روان سمستر درسي بهير له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په عادي ډول جريان لري، نو ټول محصلين دې خـپل درسونه په منظم ډول . . .

بازگشت به اطلاعیه ها