ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو.
د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو. د يادې جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا د پېژندنې، ډولونو، سالمې کارونې، فرصتونو، زيانونو او اغېزو په هکله معلوماتي سېمينار وړاندې شو.
د سېمينار په پرانېسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او ژمنه يې وکړه چې له يادې جامعې سره به د ظرفيت لوړونې په برخه کې دوامداره همکاري کوي.
د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې رئيس شيخ عبدالمالک نيازي د خپلې وينا پر مهال له ټولو گډونوالو وغوښتل، چې په خپل فعال حضور سره د سېمينار له مطالبو پوره گټه واخلي. نوموړي په خپلو خبرو کې د سېمينار د دايرېدو او تنظيم په برخه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رهبرۍ له همکارۍ څخه مننه وکړه.
ياد سېمينار چې د پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت په همکارۍ؛ د ديني جامعې د فاضلانو چارو آمريت سره په همغږۍ ترتيب شوی ؤ، پر مهال يې د ياد پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د موضوع په تړاو فاضلانو ته هر اړخيز او ارزښتمن معلومات وړاندې کړل.
د سېمينار په پای کې فاضلانو خپلې پوښتنې او نظريات شريک کړل، چې د سېمينار وړاندې کوونکي استاد له لوري ورته لازم ځوابونه او توضيحات ورکړل شول.
