شرعیاتو پوهنځی

د شرعياتو پوهنځی پېژندنه :

دشرعیاتوپوهنځي لرليد او موخې

په کونړولایت کی دکونړولسونودپوهنتون اړتیا محسوسوله،چی په وارواریې له جمهوري ریاست څخه دپوهنتون غوښتنه کوله په ۱۳۸۸ هـ ش کال کی دجمهوررئیس حامد(کرزي) لخوا دکونړدولسونوغوښتنه ومنل شوه اودسیدجمال الدین افغاني پوهنتون یې رسما منظورکړ.دپوهنتون له تاسیس سره سم دشرعیاتوپوهنځی منظوراوپه ۱۳۸۹ ه ش کال یې دننګرهار پوهنتون دشرعیاتوپوهنځي داستادانو په مرسته دتدریس پرچاروپیل وکړ.

په ۱۳۸۹ ه ش کال کې دلوړو زده کړو وزارت دلوری ورته پنځه تنه دعلمي کادر غړي معرفي شول،  

د شرعیاتو پوهنځی د تاسیس موخی او اهداف په لاندې توګه دي:

شرعياتو پوهنځي دلاندې اهدافو اوږ موخو لاسته راوړلو په خاطر تاسيس شوی دی:

  ۱ـ د اسلامی عقیدی اساسی زده کړه.

۲ـ د نور ادیانو او مذاهبو هر اړخیز مطالعو او څیړنه.

۳ـ د تفسیر او حدیث اساسی زده کړه.

۴ـ د تفسیر او حدیث اصول لوستل.

۵ـ د فقه او اصول فقه په بنسټیزه توګه لوستل.

۶ـ د وضعی قوانینو مطالعه او له اسلامی قوانینو سره یی پرتلیزه څیړنه.

۷ـ د ملی او نړیوالو قوانینو مطالعه او څیړنه.

۸ـ ټولنی ته د قضا او څارنوالی په برخه کی د وړ اشخاصو وړاندی کول.

۹-د محاکمو اصول لوستل او په محکمو کې په عملي توګه د محصلينو روزل.

۱۰-په نورو پوهنځيو کې د اسلامي ثقافت د مضامينو په تدريس کولو سره د اسلام د اصيل فهم وړاندې کول.

د پوهنځي رسالت،ارزښتونه او لرليد:

رسالت:

په ملي او نړيواله کچه د اړتياو په بنسټ دمقدس دين او قانون،ښوونه ،روزنه ،زده کړه او څيړنه وړاندې کول.

ارزښتونه:

۱- د لوړو زده کړو لوائحو او مقرراتو ته وفاداري.

۲-صداقت.

۳-امانت داري.

۴-عدالت.

۵-جوابګو.

۶-مسلکي توب.

د شرعياتو پوهنځي څانګې او دهغو اهداف

اسلامی تعلیماتو څانګه

تاریخی شا لید:

داسلامی تعلیماتو په۱۳۷۹ ه ش .کال تأسیس شوی.

مرام:( vision )

د اسلامی او شرعی علومو په برخه کی د هیواد د بچیانو په اسلامی او ملی روحیه روزل.

موخی : (objects )

  1. د تجوید د اصولو سره سم د قران کریم زده کول او لوستل او د قرانی علومو تخصص ته امادګی.
  2. د تفسیر د اصولو مسلکی زده کړه او اساسی مصادرو پیژندنه.
  3. د نبوی احادیثو او علوموالحدیث مسلکی زده کړه ،او اساسی مصادرو پیژندنه.
  4. د توحید د راسخی عقیدی پیژندنه.
  5. د نبوی صحیح سرت زده کړه او خپل ژوند کی عملی کول .
  6. فرد ، کورنی او ټولنی ته د قرانکریم، نبوی احادیثو او نبوی سیرت سم فهم رسول
  7. پ نړی که د بیلا بیلو ادیاتو پیژندنه ،پرتله یادو ادیانو دانحرافاتو څیړنه.
  8. داسلام د مقدس دین د مصادرو پر وړاندی د مخالفو ډلو دریځ څرګندول او دهغوی د شبهاتو له مینځه وړل.
  9. دقضاء ، افتاء ، دعوت او خطابت په چارو که دعملی او مسلکی کادرونو روزل او ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندی کول .

       فعلا د لسانس په کچه دنارینه او ښځینه محصلینو لپاره د تدریس جریان په دومداره توګه ساتل

فقه او قانون څانګه

تاریخی شا لید:

د فقه او قانون څانګه په۱۳۸۹ ه ش  کال تاسیس شوی .

مرام:( vision ) :

دمختصصو ،متیدنو کدرونو داسی روزنه چه له یوه پلو په دینی علومو که پیاوړی او له بل پلوه د نړی له عصری قوانینو او عدلی سیستمونو سره بلد وی ، تر څو قانونی بهیر پیاوړی کړی.

اهداف:

۱- د دیندارو کدرونو روزل چه د راتلونکی عد لی او قضایی سیستمونو د پیاوړتیا لامل شی.

۲-فعلآ د لسانس په کچه تدریسی جریان دومداره ساتل .

۳-متخصص با کفایته او وطن ته متعهد کدرونه لرل.

۴- د هیواد تقنینی او تشریعی سیستمونو لپاره کدرونه روزل.

۵-د قدیمی نصوصو او معاصرو اجتهاداتو سره محصلینو اشنا کول.

۶-دفقه او اصول الفقه علومو مسلکی زده کره او اساسی مصادر پیژندل.

۷-د څلور ګونو مذاهبو فقهو پرتلیزه څیړنه.

۸-د افغانستان او نړیوالو قوانینو په هکله محصلین پوهول.

۹-د قرانکریم او نبوی احادیثو که د احکامو اړوند نصوص په تحقیقی توګه څیړل او استنبات احکام پیژندل.

عقیدی ديپارتمنت

تاریخی شا لید:دعقیدی دیپارتمنت په۱۳۹۲ هـ ش. کال کې تاسیس شوی.

مرام:( vision )

داسلام په سپیڅلي سوچه اوتل پاتې عقیده د هیواد د بچیانو روزل.

موخی : (objects )

  1. . د اسلام د مبارک دین د اساساتو ، بنیادی عقایدو ، ګروهو، کلیدی افکارواونظریاتوپيژندنه.
  2. داسلامی عقایدو اود توحید د راسخی عقیدی  پیژندنه اوداساسی مصادرو پیژندنه.
  3. داسلامی کلامی فرقواوددوۍ دعقایدو اوافکاروپیژندنه.
  4. دمعاصروفکری مکتبونواودهغوۍ دافکارو،اهدافواووسایلوپیژندنه.
  5. په نړی که د بیلا بیلو ادیاتواومذاهبو پیژندنه او په پرتلیز ډول څیړل.
  6. ټولنی ته دسوچه اسلامې عقیدی سم فهم رسول اوپرباطلوعقایدو اګاه کول.
  7. داسلام د مقدس دین دعقایدو پر وړاندی د مخالفو ډلو دریځ څرګندول او دهغوی د شبهاتو له مینځه وړل.
  8. ددعوت او خطابت په چارو که دعلمی او مسلکی کادرونو روزل او ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندی کول .
  9. دسوچه اسلامی عقیدی ترویج او دعقیدوی انحرافاتو،خرافاتو اوبدعاتومخنیوی.

اسلامی ثقافت څانګه

تاریخی شا لید:د اسلامي ثقافت څانګه په۱۳۸۹ ه ش  کال تاسیس شوی .

مرام:( vision )

۱-دالله جل جلاله او د دارینو کامیابی.

۲-د دین پالنی او وطن دوستی په حس د ځوان نسل روزنه.

۳-د اسلامی فهم ترویج او نورو علومو سره اړیکی.

۴-د اسلام د مقد س دین د  شاملي  پوهي لپاره هڅي.

۵-داسلام د سپیڅلی دین د تطبیق لپاره په فکرونو خواری کول.

اهداف:

-۱ د قرانکریم او نبوی سنتو په رڼا که د هیواد د ځوان نسل د عقیدی جوړول او غښتلی کول.

۲-د رسول الله(ص) د سیرت بشپړه پیژندنه او ورسره مینه پیدا کول.

۳-دعبادت پر مفهوم د لمانځه،روژی؛زکات او حج پر حکمتونواو ګټو پوهاوی.

۴-داسلام د اجتماعی نظام په حکمت پوهاوی.

۵-په اسلامی اخلاقو د ځوان نسل پوهول او فضایلو ته یی هڅول.

۶-دقرانکریم پر حکمتونو قوانینو او اعجاز پوهول.

۷-د اسلامی او غیر اسلامی سیاستونو سره اشنا یی اود اسلامی سیاست پر ګټو یی پوهول.

۸-محصلین د اسلامی تمدن سره اشنا کول او د اسلام تیر برم ته د ستنیدا پر لارو چارو پوهول.

۹-د اسلامی ثقافت د مفاهیمو په وسیله داسی ځوان نسل روزل چه اسلام او هیواد سره یی بی کچي مینه وی.

۱۰-ځوان نسل په عینی او کفایي زده کړو کي د تخصص تر پړاوه رسول.

شرعیاتو پوهنځی ته اړتیا

شرعياتو پوهنځی د داسی کریکولم او مفرداتو درلودونکی د ی چی په هیواد کی د څو ارګانونو لپاره یی فارغینو ته اړتیا لیدل کیږی چی په لاندی ذکر شوی ارګانونو کی کار وکړی او چاری یی پر مخ بوځی.

۱ـ د هیواد قضایی نظام( ستره محکمه).

۲ـ د عدلیه وزارت (د تقنین ریاست)

۳ـ د پوهنی وزارت ( د اسلامی تعلیماتو برخه)

۴ـ د کورنیو چارو وزارت ( د عدلی پولیسو)

۵ـ د مدافع وکیلانو انجمن

۶ـ  د حج اوقافو وزارت

۷ـ ټولی دولتی او نادولتی اداری، چی د فقهی او حقوقی برخو مشاورینو ته اړتیا لری.

 

 

 

 

 

دشرعیاتو دپوهنځي تدریسي او اداري تشکیل

 

اداری پرسونل

تدریسی پرسونل

څوکيدار

ملازم

مدیر اجرایه

مدیر تدریسی

معاون

ریس

دعقيدې څانګه

اسلامی ثقافت

فقه قانون

اسلامی تعلیمات

منګل

انصار الله

وحدت الله

عنایت الرحمن

پوهیالی

جان محمد

پوهنیار

سیدرضاء الله

پوهنیارشاه محمد

پوهنمل

 میرویس

پوهنیار

محمدسلیم

پوهنمل

عطاءالله

 

عبدالولی

 

 

 

 

پوهیالی

فضل الرحمن

پوهیالی

جان محمد

پوهنیار

محمد خالد

پوهنمل

خان محمد

 

 

 

 

 

 

پوهیالی عبدالطیف

پوهنیار

 خيرالله

پوهنیار

  نعمت الله

پوهنمل

 روح الله

 

 

 

 

 

 

 

پوهیالی

نجیب الله

پوهنیار

عبدالهادی

پوهنیار

 نورالحق

 

 

 

 

 

 

 

پوهیالی

محمد یاسین

پوهنیار

رضاء الله

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنیار

خالد افغان

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنیار

علی احمد بهار

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنیار

 سردارولی

 

 

۲

۱

۱

۱

۱

۳

۵

۷

۴

۲۵ تنه

عمومي مجموعه

 

 

تحصیلي څانګې

۱ـ فقه او قانون

د هیواد مر کز او ولایتونو د دینی مدارسو د دولسم ټولګی د فارغینو لپاره چې د لوړو زده کړو د وزارت لخوا ورته معرفی کیږی

۲ـ د اسلامی تعلیمات(د نارینه و لپاره)

د هیواد د مرکز او ولایتونو د لیسو د دولسم ټولګیو د فارغینو لپاره چی د لوړو زده کړو د وزارت لخوا ورته معرفی کیږی.

۳ـ اسلامی تعلیمات ( د ښځینه وو لپاره)

د هیواد د مرکز او ولایتونو د لیسو او مدارسو د دولسم ټولګیو د ښځينه فارغینو لپاره چی د لوړو زده کړو د وزارت لخوا ورته معرفی کیږی.

 علمي لاسته راوړنې

د شرعياتو پوهنځي لاندې علمي لاسته راوړنې لر ي:

۱-ماستري:

په ۱۳۹۰ لمريز کال استاد محمد سليم کابل پوهنتون ته د ماستري لپاره او په ۱۳۹۱ لمريز کال استاد خان محمد،ميرويس،خيرالله او روح الله او په ۱۳۹۲لمريز کال استاد محمد خالد جمالزی،عبدالهادي نورستانی،په ۱۳۹۳ لمريز کال استاد سيد رضاء الله  د ننګرهار پوهنتون ته  د ماستري لپاره معرفی شول،  ټول د ماستري په علمي ګاڼه سمبال او پوهنتون ته راستانه شوي دي.۱۳۹۶کې استاد عبدالطیف ، استاد سردار ولی ، استاد خالد ، استاد نجیب الله ، استاد محمد یاسین ، استاد نعمت الله داماستری په جریان کې دي .

۲-علمي سفرونه:

د پوهنځي سرپرست رئيس نجيب الله صميم په ۱۳۹۳لمريز کال د امريکا متحده ايالاتوته د دوه هفتو علمي سفر لپاره تللی، او په همدغه کال استاد پوهيالی سردارولي حقمل د اندونيزيا هيواد ته د ۱۵ورځني سفر لپاره او هم نوموړي استاد په ۱۳۹۴لمريز کال د امريکې متحده ايالاتو ته د درې مياشتني علمي سفر لپاره تللي.استاد فضل الرحمن امريکې متحده ايالاتو ته دوه هفتو علمي سفر لپاره تللی،

۳-علمي لنډ مهاله کورسونه:

د ۱۳۹۱ کال راپه ديخوا هره ژمني رخصتي کې د پوهنځي دريو څخه تر پنځو تنو استادانو پورې د حقوقي انګليسي دزده کړي لپاره د ((LESPA دفتر پروګرامونو ته معرفي شوي.ددې ترڅنګ د همدې دفتر له لوري د پوهنځي په داخل کې استادانو ته د حقوقي انګليسي کورسونه دائر شوي دي.

۴- تمثيلي محکمې:

د ۱۳۹۲ لمريز کال راپديخوا د شرعياتو پوهنځي څو تنو محصلينو پنځه ځله په تمثيلي محکمو کې برخه اخستې ، د يادونې وړده چې په دغو تمثيلي محکمو کې درې يې په انګليسي او دوه يې په ملي ژبه وي.او په ۱۳۹۶ کال کې دشرعیاتو پوهنځې څوتنه محصلینو په لارښونه داستاد فضل الرحمن  په تمثیلی محکمه کې برخه اخیستی ، چې دیادونی وړ ده چې په دیکې مرکزی او نور پوهنتونونو محصلینوهم برخه اخیستلی وه چې په نتیجه کې دکونړ سید جماالدین افغان پوهنتون دریم مقام ترلاسه کړه .

همدارنګه د محصلينو د تحصيلي کچې د لوړتيا په خاطر د کونړ د استيناف محکمې يو تن با تجربه قاضي له لوري محصلينوته په مختلفو ساحو کې معلومات ورکول.

د شرعياتو پوهنځي قوي او ضعيفه نقطې

 د شرعیاتو پوهنځی قوی نقطی

۱-د شاګردانو د حضور فیصدی دیره ښه وه.

۲-استادان خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر شوی ول.

۳-درسونه د کریکولم مطابق په مخ بیول کیدل.

۴-استادان یی ځوانان او انرژی لرونکی دی.

۵-اکثره استادان یی د کمپیوتراو انټرنیت  سره بلد یت لری او له همدی لاری کولای شی چه دیر معلومات ترلاسه کړی او شاګردانو ته یی انتقال کری.

د شرعیاتو پوهنځی ضعیفه نقطی

۱-د استاذانو کمښت.

۲-اکثره استاذان یی لسانسه دی.

۳-انټرنیت ته تراوسه لاس رسی نه لری.

۴-د کمپیوټرو نشتوالی.

۵-پوهنځی مستقله کتابخانه نه لری.

۶-د دیپارتمنتونو لپاره د خونو نشتوالی.

۷-د اداری پرسونل کمبود.

۸-د مالی امکاناتو نه شتون.

د شرعیاتو پوهنځي د نیمګړتیاوو د اصلاح لاری چاری

د شرعیاتو پوهنځي د نیمګړتیاوو د پوره کولو په خاطر باید لاندی تدابیر په پام که ونیول شی:

۱-دپوهنځی دلاښه تدریس په موخه د استاذانو په تعداد که زیاتوالی چه حد اقل ۳۰ تنو ته یې تعداد ورسیږی.

۲د استاذانو د مستوا د لوړولو په خاطر باید لنډ مهاله داخلی او خارجی مسلکی ټرینینګونو لپاره زمینه مساعده شي.

۳-د شرعیاتو پوهنځي لپاره باید کافی تدریسی خونی په واک کې ورکړی شي.

۴-د ټولو استاذانو لپاره  دي د ماسټرۍ او دوکتورا چانسونه برابر کړل شي.

۵-د ضرورت وړ شیانو لپاره یو څه اندازه مالي امکانات په واک کی ورکړل شي.

د شرعیاتو پوهنځی مطلوبه حالت

د شرعیاتو پوهنځی په پام که لری د لازیاتو محصلینو د جذبولو په خاطر په نږدی راتلونکی کی د اصول الدين په نوم مستقل پوهنځی تاسيس کړي او هم د عقیدی او فلسفی دیپارتمینت دتحصيلي څانګې په توګه فعال کړی.له دینه علاوه د شرعیاتو پوهنځی په راتلونکی کی د تفسیر، حدیث او اصول فقه دیپارتمینونه ایجادول هم په پام کې لری.

همدا راز د شرعیاتو پوهنځی غواړی چه په راتلونکی کی:

د خپلو استاذانو شمیر زیات کړی.

د خپلو استاذانو لپاره د ماسترۍ او دوکتورا چانسونه برابر کړی.

د خپل پوهنځی لپاره یو غنی کتابتون جوړ کړی.

د انټرنیت اسانتیاوی برابری کړی.

د محصلینو او استاذانو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه په ملی او بین المللی کچه د شرعی پوهنتونونو او پوهنځیو سره توأ میتونه ایجاد کړی.

د استاذانو او محصلینو لپاره د علمی او سیاحتی سفرونو ته د هیواد په داخل او خارج کی زمینه مساعده کړی.

د امکاناتو په صورت که باید د شرعیاتو پوهنځی لپاره مستقل تعمیر جوړ کړی شی.

د شرعیاتو د پوهنځی ستونزی

۱ـ د پوهنځی د تعمیر نشتوالی.

۲ـ د استادانو کمښت.

۳ـ اکثره استادان لسانسه نه دی.

۴ـ په پوهنځی کی د برق نشتوالی.

۶ـ دکمپیوټر نشتوالی.

 ۷ـ پراجتکتور او نویو تدریسی وسایلو نشتوالی.

۸ـ د کتابتون نشتوالی.

۹ـ د اداری پرسونل کمبود.

۱۰ـ د استادانو او اداری پرسونل لپاره د ترانسپورت نشتوالی.

هیله ده چی پورته یادی شوی ستونزی مو په پام کی ونیول شی او د حل لاری چاری یی ولټول شی.

د شرعياتو پوهنځي غوښتنې(وړانديزونه)

۱ـ د پورته یادو ستونزو لپاره د حل لاری چاری لټول

۲ـ د استادانو لپاره د لنډمهاله میتودیک او تخنیکی سیمینارونو او ورکشاپونو برابرول.

۳ـ د استادانو د ظرفیت د ارتقا په موخه اسانتیاوی برابرول.

۴ـ استادانو ته د ماستری او دکتورا اسانتیاوی برابرول.

۵ـ استادانو ته د درسی او ممد موادو برابرول.

۶ـ اداری پرسونل ته د نوی کریدیت سیستم د پوهاوی په برخه کی سمینارونه برابرول.

د پوهنځي د درسي نصاب مفردات:

د شرعياتو پوهنځي د درسي نصاب مفردات د وزارت له لوری جوړ شوی او په متحده توګه پوهنتونو ته ليږل شوی چې دلته موجود دي.