د زراعت پوهنځي محصلینو ته د ساري ناروغيو مخنيوي په تړاو معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Tue, Dec 02 2025 3:10 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلینو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د ساري ناروغيو مخنيوي په تړاو معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

دغه سېمينار چې د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل ضیاءالدین ضیاء له لوري وړاندې شو په کې د ناروغيو عمومي پېژندنه او د ساري ناروغیو مخنيوي بنسټیزې لارې چارې روښانه شوې. نوموړي له درملنې وقايه مهمه او اړينه وبلله او محصلينو ته يې په سالمه بڼه د خوراکي رژيم تنظیم او د ډاکټر له لارښوونې پرته د درملو نه کارونې په تړاو اړينې او مهمې سپارښتنې وکړې.

د يادونې وړ ده چې گډونوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

Latest news

Sun, Sep 06 2026 3:20 PM
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

Tue, Sep 01 2026 3:13 PM
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

Sun, Aug 30 2026 1:36 PM
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS