د سيد جمال الدين افغاني او ننگرهار پوهنتونونو ترمنځ د گډو علمي همکاريو هوکړه‌ليک لاسليک شو

Abdullah Saeed
Wed, Apr 22 2026 9:43 AM
SJAU

هغه ناسته چې د ياد هوکړه‌ليک د لاسليک په موخه په ننگرهار پوهنتون کې ترتيب شوې وه، چې د ننگرهار پوهنتون عمومي رئيس شيخ انعام الله مدني او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي په گډون د دواړو پوهنتونونو استازو په کې برخه لرله. پيل کې د ننگرهار پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنگ، د هوکړه‌ليک د بشپړ پلي کېدو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. ورپسې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال د خپلې وينا پر مهال د هوکړه‌ليک د پوره تطبيق ژمنه وکړه. د مسؤلينو له خبرو وروسته د متقابلو علمي همکاريو د لا پراختيا او ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د ننگرهار پوهنتون عمومي رئيس شيخ انعام الله مدني او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي له لوري هوکړه‌ليک رسماً لاسليک شو. د هوکړه‌ليک د لاسليک په موخه ترتيب شوې دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

Sun, Sep 20 2026 3:21 PM
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

Sun, Sep 20 2026 3:07 PM
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS