د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي په ملتيا د پوهنتون له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 2:12 PM
SJAU

پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د راغلي پلاوي مشر استاد شاکر الله وحيدي او د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د پوهنتون له اداري او تدريسي برخو، کتابتونونو او د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلينو د پروژو څخه ليدنه وکړه.

لوړو زده کړو وزارت، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ريیس استاد شاکر الله وحيدي د پوهنتون د تضمین کیفیت درېیم پړاو د بيا کتنې په برخه کې له اړوندو مسؤلينو سره لازمې مشورې شريکې کړې.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب له راغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ؛ د تضمين کيفيت پروسې پر چټکتيا او بهتروالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې درېيم پړاو ته د پوهنتون نوماندېدو په برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا ده. نوموړي د ياد بهير د لا ښه والي په پار اړوندو مسؤلینو ته د راغلي پلاوي د سپارښتنو د پلي کېدو لارښوونه وکړه.

Latest news

Thu, Jan 15 2026 9:35 AM
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

Thu, Jan 15 2026 9:27 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

BACK TO NEWS