د شرعياتو پوهنځي استاد د پوهندوی علمي رتبې لپاره کنفرانس وړاندې کړ
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل سيد رضاء الله جلالي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په ميراث کې د تخارج احکام او ضوابط) تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ.
ياد کنفرانس کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، ژوري هيئت او د شرعياتو پوهنځي استادانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې څخه وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.