د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ارزوونکي پلاوي کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 1:59 PM
SJAU

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ريیس انجنیر احمدضیاء جبارخېل په مشرۍ پنځه کسیز فني او مسلکي پلاوي د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوژۍ وضعیت ارزولو او څېړلو په لړ کې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته سفر وکړ.

پيل کې یاد پلاوي د نوموړي پوهنتون له مشرتابه سره د پوهنتون ریاست مقام کې لیدنه وکړه او د خپل کاري سفر د موخو په اړه یې معلومات ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ريیس انجنیر احمدضیاء جبارخېل په خپلو خبرو کې د وزارت اړوند د معلوماتي ټکنالوژۍ پاليسي په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د خپل کاري سفر په ترڅ کې به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ سېستمونو، شبکو، وېب سایټونو، لوړو زده کړو وزارت مديريتي او معلوماتي سېستم، ډېټا سنټرونو، سرورونو، کتابتونونو، کمپیوټر لېبونو، انټرنېټ او نورو بېلابېلو برخو نه سروې او لیدنه وکړي.

نوموړي وويل: له ارزونې وروسته به د یادو برخو د ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي، تر څو محصلانو ته لا نورې اسانتاوې برابرې شي او په دې برخه کې به ځینې پروژې هم تطبیق کړي.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پوهنتونونو ستونزو ته رسېدنه کوي.

نوموړي په اړونده برخه کې د شته ستونزو په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل چې د هغوی له لوري د حل په برخه کې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړل شو.

پای کې راغلي پلاوي د پوهنتون له شبکو، ډېټا سنټرونو، کتابتونونو، سرورونو، کمپیوټر لېبونو او د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلينو د پروژو څخه د ليدنې ترڅنګ، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې د فعال مديريتي سېستم او محصلانو ته د شته کافي اسانتاوو له کبله د پوهنتون له مشرتابه او اړوندو مسؤلينو مننه وکړه.

Latest news

Thu, Jan 15 2026 9:35 AM
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

Thu, Jan 15 2026 9:27 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

BACK TO NEWS