د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Thu, Feb 19 2026 1:08 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو شمېر موضوعاتو يې بحث او پرېکړې وکړې.

په ياده ناسته کې د ځينو پوهنځيو لپاره د زيربناء پروپوزلونو، د معاونيت اړوند د تېر کال فعاليتونو راپور چمتو کولو، د بې وسه محصلينو لپاره د استوگن خونو کرايه کولو، له اړوندو برخو سره د تېر کال مالي او اداري راپور شريکولو او په نورو بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او پرېکړې وشوې او اړوندو چارو د اجراء په موخه ځانگړې کمېټې وټاکل شوې.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په تړاو اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 9:48 AM
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

Sun, Apr 19 2026 9:28 AM
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

Sat, Apr 18 2026 1:54 PM
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS