د محصل ژمنليک د لا ښه تطبيق په موخه له استادانو سره مشورتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Mon, Apr 06 2026 8:36 AM
SJAU

د لوړو زده کړو وزارت له لوري را لېږل شوي د(محصل ژمنليک) د لا ښه تطبيق په موخه د پوهنتون رهبرۍ د اسلامي ثقافت او د ټولگيو له لارښود استادانو سره مشورتي ناسته وکړه.

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په شتون کې د اسلامي ثقافت او د ټولگيو له لارښود استادانو سره د محصل ژمنليک د لا ښه تطبيق په موخه مشورتي ناسته وکړه.

د پوهنتون عمومي رئيس يادو استادانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو منځ کې ښه همغږي ولري او يو له بل سره خپلې تجربې او نېکې مشورې شريکې کړي. نوموړي په خپله وينا کې د استادانو مسؤليت په اشارې وويل، چې ستاسو مسؤليت ډېر دروند دی نو په حکمت او احسنه طريقې سره يې اداء کړئ او همداراز د محصلينو سالمې فکري او اصلاحي روزنې ته پوره متوجه شئ.

د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپلو خبرو کې د ټولگيو لارښود استادانو ته سپارښتنه وکړه چې  د محصل ژمنليک د لا ښه پلي کېدو په موخه له صنفونو دوامداره څارنه وکړي او محصلين دې د ژمنليک تطبيق ته پوره متوجه کړي. نوموړي د اسلامي ثقافت استادانو ته لارښوونه وکړه چې د ياد ژمنليک د لا ښه پوهاوي په هکله د محصلانو چارو معاونيت سره په همغږۍ محصلينو ته سېمينار داير کړي. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Sep 06 2026 3:20 PM
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

Tue, Sep 01 2026 3:13 PM
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

Sun, Aug 30 2026 1:36 PM
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS