د پوهنتون عمومي رئيس د شرعياتو پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Dec 22 2025 10:49 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د شرعياتو پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې هغوی ته لارښوونه وکړه چې د پوهنتون محصلينو د سيرت او صورت اصلاح، فکري او اصلاحي روزنې ته پوره پاملرنه وکړي او همداراز د تحصيلي نصاب بيا کتنې، د اصلاح شوي نصاب له تطبيق څخه د څارنې او د پوهنتون عمومي کتابتون د کتابونو کتنې په برخه کې اجراآت وکړي او له رياست مقام سره دې د خپلو کړنو هر اړخيز راپور شريک کړي. ورپسې د ياد پوهنځي رئيس مولوي سراج الدين عمر منصور د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل. د پوهنتون عمومي رئيس د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS