د پوهنتون مشرتابه پلاوي له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام نن ورځ له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه وکړه.
د يادې لیدنې پر مهال د نوموړي پوهنځي مسؤلینو د پوهنتون مشرتابه ته د ياد پوهنځي پرمختگونو، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل چې د هغوی له لوري ورته ستونزو د حل او اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.