د پوهنتون په مسجد کې د روژې مبارکې مياشت د فضيلت په هکله تفصيلي بيان وشو
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی عطاءالله عصامي د ماسپښين تر لمانځه وروسته د روژې مبارکې مياشت د فضيلت په هکله د دې پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلينو ته تفصيلي بيان وکړ او د نصوصو په رڼا کې وويل چې د روژې مبارکه مياشت د مغفرت او بې حسابه ثوابونو مياشت ده نو مسلمان بايد په دې مياشت کې تر بلې هرې مياشت زيات عبادت وکړي. نوموړي همداراز د بيان په پای کې د روژې مبارکې مياشت اړوند پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل. د بيانونو ياده لړۍ چې د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه پیل شوې ده، د ماسپښين تر لمانځه وروسته به د شرعياتو پوهنځي استادانو له لوري د رمضان په مبارکه مياشت کې وړاندې کېږي.
