د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د لغمان پوهنتون ترمنځ د گډو علمي او څېړنيزو همکاریو هوکړه‌ليک لاسلیک شو

Abdullah Saeed
Tue, Mar 10 2026 9:51 AM
SJAU

د يادو علمي بنسټونو ترمنځ د متقابلو همکاریو هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د لغمان پوهنتون عمومي رئيس شيخ محمد منير حقاني له لوري د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت د غونډو په تالار کې لاسلیک شو، په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او منصوبينو ترڅنگ؛ د لغمان پوهنتون مشرتابه او مسؤلينو هم برخه لرله.

مراسمو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو ترمنځ د گډ تفاهم هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په پايله کې يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونه څخه د گټې اخيستنې زمينه برابرېږي. نوموړي په خپلو خبرو کې د هوکړه‌ليک پر بشپړ علمي کېدو ټينگار وکړ او زياته يې کړه، چې د دې هوکړه‌ليک په لاسليک سره به د دواړو پوهنتونونو تفاهم او همغږي نوره هم زياته شي.

غونډې ته د لغمان پوهنتون عمومي رئيس شيخ منير احمد حقاني په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې هوکړه‌ليک لاسليک به د دواړو علمي بنسټونو ترقۍ ته پوره زمينه برابره کړي او په عموم کې به د لوړو زده‌کړو وزارت د پرمختگ سبب وگرځي. نوموړي د هوکړې پلي کېدو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

ورپسې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د لغمان پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي رئيس پوهنمل سردارولي اسرار په خپلو ويناوو کې د اړوندو پوهنتونونو د ظرفيتونو، خدماتو، اسانتياوو او لاسته راوړنو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.  د يادونې وړ ده چې د لغمان پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ راغلي پلاوي د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه هم عملاً ليدنه وکړه او د دې پوهنتون په پرمختگونو يې خوښي وښوده.

Latest news

Tue, Mar 10 2026 11:02 AM
Background image

د پوهنتون استادانو ته د(اس پي اس اس) سافټوير کارونې په هکله پيل شوی درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

دغه روزنيز ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري جوړ شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځیو استادانو. . .

Tue, Mar 10 2026 10:09 AM
Background image

پوهنتون د څلورگونو معاونيتونو کلنۍ ارزونه پيل شوه

یاده ارزونه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به يې د ځانگړو چک‌لېستونو او منظم پلان له مخې د علمي، محصلانو، علمي. . .

Tue, Mar 10 2026 9:51 AM
Background image

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د لغمان پوهنتون ترمنځ د گډو علمي او څېړنيزو همکاریو هوکړه‌ليک لاسلیک شو

د يادو علمي بنسټونو ترمنځ د متقابلو همکاریو هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د لغمان پوهنتون عمومي رئيس شيخ محمد منير حقاني له لوري. . .

BACK TO NEWS