پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" درسونه دوام لري
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اونيز پلان له مخې نن ورځ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د پوهنتون استادانو ته د"قرانکریم د ترجمې او تفسیر" درسونو په لړ کې د فاتحې سورة تدريس شو.
نوموړي د درس په بهير کې استادان متوجه کړل چې د محصلينو په سالمه فکري او اصلاحي روزنه کې خپل مسؤليت ته پوره پام وکړي.