پوهنتون د(۱۴۰۵) کال لومړنۍ د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Mon, Apr 06 2026 2:06 PM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د فوق لېسانس برنامو بورد تعين، د مجالسو او شوراگانو پرېکړو د ثبت کتاب لپاره واحد فارمټ ټاکل، د(اند او واند) علمي-څېړنيزو مجلو چاپ، له اړوندو ادارو سره د ترسره شويو څېړنو د پايلو شريکول، د څلورگونو معاونيتونو اړوند د تېر ۱۴۰۴ کال د څلورمې ربعې راپورونو تاييد او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون عمومي رئيس په پيليزه وینا کې اړوند مسؤلين خپلو دندو ته ځیر کړل او ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS