پوهنتون د علمي چارو مرستيال د اسلامي ثقافت ديپارتمنت له استادانو سره ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د اسلامي ثقافت ديپارتمنت له استادانو سره په ناسته کې هغوی ته سپارښنته وکړه چې د محصلينو په سالمه فکري او اصلاحي روزنه او د شيوخو کرامو په درسونو کې خپل مسؤليت ته پوره پام وکړي.
د اسلامي ثقافت ديپارتمنت استادانو په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې په يادو برخو کې به د مشرتابه لارښوونې په پوره مسؤليت سره پلې کړې.