پوهنتون کې د ریموټ سينسنگ او جغرافيايي معلوماتي سېستم(جي ای اس) په هکله اساسي او عملي روزنيز ورکشاپ پيل شو

Abdullah Saeed
Tue, Aug 25 2026 11:33 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو، د کونړ ولايت د چاپېريال ساتنې او کرنې، اوبو لگونې او مالدراۍ رياستونو اړوندو اداري کارکوونکو ته د ریموټ سينسنگ او جغرافيايي معلوماتي سېستم(جي ای اس) په هکله اساسي او عملي روزنيز شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د ورکشاپ په پرانېسته کې د ياد پوهنتون علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي د خپلې وينا پر مهال د ياد ورکشاپ اهميت او ارزښت بيان کړ او له برخه‌والو يې وغوښتل چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتيا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي.

ياد ورکشاپ چې د پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د پوهنتون استادانو او اړوندو ولايتي ادارو د مسلکي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه پلان شوی دی، د زراعت پوهنځي د دوه تنو استادانو؛ پوهنمل شاهدالله امن او پوهنيار سيد رحمت الله سادات له لوري به د شپږو ورځو پر دوام د ياد سېستم په تړاو د ورکشاپ برخه‌والو ته مسلکي او تخنيکي معلومات او روزنه ورکړل شي او همداراز به د گډونوالو پوښتنو او عملي کار ته کافي وخت ځانگړی شي.

هېره دې نه وي چې د پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري له ټاکل شوي پلان سره سم د ظرفيت لوړونې بېلابېلې برنامې دايرېږي، چې څو ورځې وړاندې هم د پوهنتون استادانو ته د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل عمران رفيق په روزنيزې همکارۍ د(اس پي اس اس) سافټوير کارونې په هکله شپږ ورځنی روزنيز ورکشاپ داير شوی ؤ.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS