پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه
د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.
ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د ټاکل شوي لارښود له مخې ترسره کېږي، چې د شرعياتو پوهنځي استادان، علماء کرام، شيوخ کرام او د پوهنتون د دعوت او ارشاد مسؤلين يې غړيتوب لري.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د يادو مجالسو د اهميت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دا مجالس د معاصرو فقهي موضوعاتو د حل لپاره اړين او ګټور دي او په دې سره به علمي هڅې لا پياوړې شي.
د غونډې پر مهال د فقهي مجالسو د چارو تنظيم په موخه د ياد لارښود په رڼا کې د مجلس مشر، مرستيال او منشي تعين شول. د فقهي مجلس غړو شيوخ کرامو او استادانو د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه مننه وکړه، چې ياده لړۍ يې په پوهنتونونو کې هم پيل کړه.
