کونړ ولايت کې دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو کلنۍ ازموینو له صحنو څخه لیدنه او څارنه وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Jan 14 2025 2:54 PM
SJAU

يادې ازموينې چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې له تېرې شنبې ورځ راپيل شوي، د کونړ مرستيال والي الحاج مـ.ـولوي عبدالله حـ.ـقاني، د علماوو شورا رييس شیخ مولوي عبدالقهار صديقي، دياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د جهادي مدرسې مشر شيخ الحديث رحمت دين مدني، لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ريیس شيخ شاکرالله وحدت، د دې ازموينو مديره پلاوي او اعلی نگرانانو د څلورمې ورځې له صحنو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

پوهنتون رييس کونړ ولايت ته د دعوت او ارشاد ريیس په راتگ خوښي وښوده او روانو ازموينو د شفافيت په اړه يې ډاډ ورکړ.

دعوت او ارشاد ريیس نگرانانو ته د ازموینې ښه ترسراوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او په ازموينه کې يې گډونوالو فاضلانو ته د پوره نظم سپارښتنه وکړه او همداراز يې په ښه ډول د دې ازموینې په ترسراوي کې د پوهنتون رهبرۍ او اړوندو مسؤلينو له هلو ځلو مننه وکړه.

Latest news

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

Mon, Oct 12 2026 2:39 PM
Background image

جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون جديدالشمول محصلينو ته د محصلانو معاونیت له لوري د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS