د شرعياتو پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
Wed, Jan 28 2026 2:25 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي اړوند پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي یو ورځنی سېمينار داير شو، چې د ياد پوهنځي رئيس مولوي سراج الدين عمر منصور، د څانگو آمرينو او استادانو په کې برخه لرله. د ياد سېمينار وړاندې کوونکي او د شرعياتو پوهنځي مرستيال پوهنمل رازمحمد شېرزاد د سېمينار برخه‌والو ته د نوموړي پوهنځي د ستراتيژيک پلان ارزښت، جوړښت، تطبیق، ارزونې او د نورو مهمو برخو په تړاو معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 9:48 AM
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

Sun, Apr 19 2026 9:28 AM
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

Sat, Apr 18 2026 1:54 PM
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS