پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Feb 24 2026 1:06 PM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د پوهنتون او پوهنځيو په کچه کمېټو د مسؤلينو ټاکلو او د هغوی د مسؤليت وخت تعين، اداري برخې د کلنۍ ارزونې لپاره د کمېټې ټاکلو، د وترنرۍ علومو او د ژبو او ادبياتو پوهنځيو پروپوزلونو، د يو تن علمي کادر غړي د ترفېع پر موضوع او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون عمومي رئيس د پرانیستې وینا پر مهال په اسلامي شريعت کې د شورا پر مقام، ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS