د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د ماخذ ليکنې په تړاو يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
Thu, May 14 2026 12:19 PM
SJAU

په علمي ليکنو کې د ماخذ ښودنې ځانگړي سافټوير(Zotero) کارونې په هکله دغه روزنيز سېمينار چې د ياد پوهنځي له لوري د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخه‌والو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په زياتونه کې پوره گټه واخلي.

 ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنيار جمال الله پيوستون له لوري د ماخذ لیکنې ياد سافټویر پېژندنه، په دې سافټویر کې پروفایل جوړونه، د اسنادو او ماخذونو ترتیبول، د متن ماخذ لیکنه، د منابعو او سرچینو ماخذ لیکنه او نور بېلابېل موضوعات تشرېح او په عملي ډول وښودل شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

Sun, Sep 20 2026 3:21 PM
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

Sun, Sep 20 2026 3:07 PM
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS