د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون څانگې استاد پوهنمل دوکتور محمد سليم کريمزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د تجارتي دعوې په اثبات کې د تجارتي دفترونو رول) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ.
دغه علمي کنفرانس چې د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ژوري هيئت غړو او د پوهنتون استادانو پر وړاندې ارایه شو، له ازاد بحث او د ژوري هيئت تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.
