له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

Abdullah Saeed
Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنځيو رئيسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، خوښ او خوشحاله يم او افتخار کوم چې نن ورځ په اسلامي روحيه او د زراعت په يو ډېر مهم مسلک کې روزل شوي کادرونه د ټولنې او نظام د خدمت لپاره وړاندې کوو. نوموړي فارغانو ته په خطاب کې وويل دا چې زراعت او کرنه د يو ملک د پرمختگ لپاره مهم سبب دی نو د ولس هوساينې او ځان‌بسياينې لپاره په پوره اخلاص، کلک هوډ او قوي عزم سره خدمت وکړئ.

غونډې ته د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې رئیس شيخ عبدالمالک نيازي، کونړ ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ عبدالقهار صديقي، د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې فارغانو ته مبارکي وويله او هغوی يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول. نوموړو همداراز هغوی ته له فراغت وروسته د مسؤليتونو په هکله لازمې توصيې وکړې.

هېره دې نه وي چې په دې فراغت‌غونډه کې فارغانو ته د فراغت رسمي تحصيلي اسناد(ديپلوم او ترانسکرېپت) ورکړل شول، چې د پوهنتون رهبرۍ له لوري د ستاينليکونو په ورکړې سره، د دې نوښتيزې چارې د ترسره کوونکو مسؤلينو قدراني هم وشوه.

د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په سږ ۱۴۰۵ تحصيلي کال کې د پنځه‌گونو پوهنځيو له ۱۶ بېلابېلو څانگو څخه  ۵۸۴ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت موخه وړاندې کړل، چې د فراغت په بېلابېلو غونډو کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

Sun, Sep 20 2026 3:21 PM
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

Sun, Sep 20 2026 3:07 PM
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS