د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړهليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول
د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړهليکونه د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه په حضور کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري لاسليک شول.
د غونډې برخهوالو په خپلو خبرو کې د پوهنتون او نورو ادارو ترمنځ د گډ تفاهم يادې هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې او د پوهنتون محصلينو ته د عملي زدهکړو او اړينو تجربو د ترلاسه کولو زمينه برابره شي.
د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کونړ په ولايت مقام کې د علماوو شوری، جهادي مدرسې، د ارشاد، حج او اوقافو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت او د اطلاعاتو او کلتور رياستونو سره د گډو همکاريو هوکړهليکونه لاسليک کړل.
هېره دې نه وي چې د يادې غونډې په پای کې د کونړ والي صاحب له لوري د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ته د ښو خدمتونو له امله ستاينليک هم ورکړل شو.
